د لاسرسي لېنکونه

متحدو ایالاتو د روسیې ۳۷ وګړي او شرکتونه په خپل تور فهرست کې شامل کړي دي.

دا اقدام د هغه څه په خاطر ترسره شوی چې د اوکراین په ختیځ کې د روس پلوو بیلتونپالو او د روسیې له قلمرو سره د کریمیا د الحاق ملاتړ بلل شوی.

د امریکا د خزانې په وزارت کې د بهرنیو شتمنیو د کنټرول ادارې سرپرست مشر جان سمیت وايي چې امریکا له نړیوالو قوانینو څخه د روسیې د سرغړونو په غندنه کې د خپلو متحدانو ترڅنګه ولاړه ده او پر هغو کسانو به بندیزونه ولګول شي چې د اوکراین سوله او ملي حاکمیت ته ګواښ کوي.

د راپورونو له مخې د امریکا په نویو بندیزونو کې د څو ساختماني شرکتونو په ګډون یو شمېر روسي شرکتونه شامل دي. همدا راز د اوکراین په ختیځ کې د جلا شوې کریمیا د ادارې ۱۱ چارواکي هم په دې فهرست کې شامل دي.

XS
SM
MD
LG