د لاسرسي لېنکونه

د قرغزستان په پلازمینه بشکیک کې د چین سفارت قرغزي وګړو ته د ویزې ورکول وځنډول.

دا پریکړه وروسته له هغه شوې چې د اګسټ پر دېرشمه په بشکیک کې د چین پر سفارت برید وشو چې په‎خپله برید کوونکی وژل شوی او د سفارت درې تنه قرغزي کارکوونکي ټپیان شوي دي.

د قرغزستان او چین دواړو هېوادونو چارواکو دا یو تروریستی عمل وباله.

د قرغزستان د بهرنیو چارو وزارت نن خپلو هغو وګړو ته چې د چین ویزې د اخیستلو لپاره غوښتن‎لیکونه استولي وه، اعلان وکړ چې کیدای شي خپل پاسپورټونه له ویزې سره یا پرته له ویزې بېرته ترلاسه کړي.

په بشکیک کې د چین پرسفارت د برید مسؤلیت تراوسه چا نه‎دی منلی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت پرون ویلي چې پیکنګ به له قرغزستان سره په ګډه کار وکړي څو ژر تر ژره د دې پېښې د عاملینو په اړه کره معلومات ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG