د کابل ښار د شهر ارا غونډۍ ته نېږدې د کلکاني او د هغه د ملګرو جسدونو پر لېږدوونکو ډزې شوي چې یو تن وژل شوی او پنځه تنه ټپیان دي.
له سیمې د ازادي راډيو خبریال د یو شمېر عیني شاهدانو له قوله وایي چې دا ډزې د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د وسلهوالو کسانو لهخوا شوې دي.
د حبيبالله کلکاني او د هغه د ملګرو د تدفين کمېسيون وايي، د حبیبالله کلکاني او د هغه د ۱۶ملګرو جسدونه به د کابل د شهر ارا پر ځاى په کلوله پشته کې خښ کړي.
خو د دغه مراسم ګډون کوونکو له دغې پرېکړې سره مخالفت ښودلی او جسدونهیې د کابل شهر ارا تپې ته انتقالوي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې جنرال عبدالرشید دوستم د کابل په شهر ارا غونډۍ کې د حبیبالله کلکاني او د هغه د ملګرو په خښولو انتقاد کړی.
د حبیبالله کلکاني د جنازې او فاتحې مراسم د یو شمېر دولتي چارواکو، ملي شورا غړو او یو شمېر عامو کسانو لهخوا نن د کابل په عیدګاه جومات کې ترسره شول.
دغهراز د ازادي راډیو خبریال له سیمې څخه د تازه جزئیاتو په وړاندې کولو سره وايي چې افغان کوماندویان سیمې ته رسېدلي او وضعیت عادي شوی دی.
دی زیاتوي چې د حبیبالله کلکاني پلویان د شهر ارا په تپه کې د دغو مړو د پاتې شونو په خښولو بوخت دي.
تر اوسه د جمهوري ریاست لومړي مرستیال دفتر د مړ او وژل شویو کسانو په اړه څه نهدي ویلي خو د جمهوري ریاست لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ته نېږدې کس بشیر احمد تهینج په خپله فېسبوک پاڼه کې ادعا کړې چې د کلکاني د پلویانو په ډله کې وسلهوالو کسانو هم شتون درلود.
حبیبالله کلکاني په ۱۹۲۹ میلادي کال کې قدرت ترلاسه کړ او له نهو میاشتو وروسته نادرخان نوموړي ته ماتې ورکړه او له همکارانو سرهیې یوځای په دار وځړاوه.