د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

نوميالي غزلبول شاعر پروفيسر رحمت الله درد له نړۍ سترګې پټې کړې


نوميالي شاعر پروفيسر رحمت الله درد له نړۍ سترګې پټې کړې چې د چهارشنبې په ماښام په‎خپله پلارنۍ سيمه لکي مروت کې خاورو ته وسپارل شو.

دوه اتيا کلن درد د پښتو ژبې له هغو په شمېر غزلبول شاعرانو څخه ګڼل کېده چې پښتو غزل ته يې شاوخوا شپېته کاله د زړه وينه ورکړه.

د شعرونو اته ټولګې يې چاپ دي او ناچاپ آثار يې پاته نه دي.

ازادي راډيو له ارواښاد درد سره دوې مرکې کړې وې چې له همدې راډيويي مجلې خپرې شوي دي.

د شعرونو اته ټولګې يې چاپ دي او ناچاپ اثار يې پاته نه دي.

په پښتونخوا وطن کې لکي مروت هغه سيمه ده چې په ادبي نړۍ کې د دوو نومياليو شاعرانو عبدالرحيم مجذوب او پروفيسر رحمت الله درد په خاطر په ټوله کوزه پښتونخوا او افغانستان کې پېژندل کېږي، په دې سيمه کې په لسګونو نور شاعران او ليکوال هم د ژبې او ادب د ودې او پرمختګ لپاره ادبي او علمي خدمتونه کوي، خو دغه دوه په‎کې هغه شخصيتونه دي چې په دې سيمه کې يې د نوي پښتو شعر زړي را ټوکولي دي.

ازادي راډیو له ښاغلي درد سره مرکه کړې وه.
ازادي راډیو له ښاغلي درد سره مرکه کړې وه.

پروفيسر رحمت الله درد د لکي مروت د "مستي خېل" کلي د نظام خان مروت زوى وو، خپلې لومړنۍ زده‎کړې په لکي مروت او منځنۍ زده‎کړې يې په بنو او ډېره اسماعيل خان سيمو کې کړې وې او وروسته يې له پېښور پوهنتونه په اردو ادبياتو کې د ماسټرۍ ډګري اخېستې وه چې بيا يې د پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې په کالجونو کې د اردو ادبياتو د استاد په توګه دنده تر سره کړه.

درد لا څوارلس کلن وو چې وايي، په سيمه کې به يې د هغو اردو شاعرانو په مشاعرو کې ګډون کاوه چې تازه په ١٩٤٨میلادي کال د هند تر وېش وروسته را کډه شوي او د دوى په سيمه کې مېشت شوي وو.

په مشاعرو کې ګډون په ده کې هم د شعر ليکلو تنده را وپاروله او هغه وو چې په اردو شعر ليکلو يې پيل وکړ، خو وايي، ډېر ژر يې د خپل استاد سيد تقويم الحق کاکاخېل په هڅونه او غوښتنه پښتو شعر پيل کړ او څه دپاسه شپېته کاله يې پښتو شاعري وکړه.

د ښاغلی درد د شعرونو اته ټولګې چاپ دي
د ښاغلی درد د شعرونو اته ټولګې چاپ دي

پروفيسر درد يو غزلبول شاعر و او غزل ليکلو ته زيات تمايل درلود، ايا ولې پر غزل دومره مئين و چې خپله لومړۍ شعري ټولګه يې هم "غزل" ونوموله.

ښاغلى درد وايي:

"غزل خو زما په نظر داسې مسته او وحشي اسپه ده چې په هغې سپرلي کول ډېر مشکل کار دى او دا د يو شاهسوار کار دى، زه خو کله- کله ځان ته هسې پام کوم نو خيال راځي چې زه يې سر د لاندې مځکې ته را غورځولى وم. ما د اردو شاعرانو تدريس کاوه، له پارسي سره مې هم ډېر شوق وو تر څوارلسمه مې ويلې وه، نو د دغو ژبو له کلاسيکو او جديدو شاعرانو زه ډېر متأثر وم، د هغوى په غزل کې ډېر خصوصيات وو، که په لنډه ووايم د ژبې خوږلت، رمز و ايما، اختصار او تغزل يانې د غزل خاص ښايست زما په نظر کې ډېر زيات وو. په پخوانۍ غزل کې خو به د مينې او عشق ډېر ذکر وو، د تصوف غلبه وه ورباندې، خو جديد غزل کې د ژوند ډېر مسايل راغلي دي، سياسي، ټولنيز حالات او وطني مينه او ژور نفسيات دا ټول شيان د غزل برخه ګرځېدلي دي، خو زه بيا هم دا ګڼم چې غزل يو خوږ صنفِ سخن دى او دا نظرانداز کول په کار نه دي."

له حمزه بابا را وروسته په معاصره شاعري کې څو شمېرلي شاعران دي چې غزل يې په درسته پښتونخوا کې لوستونکي اورېدونکي وموندل، د ده غزلې هم سندرغاړو په‎خپلو ږغونو کې زمزمه کړې او هم يې کتابونه په وار- وار چاپ شول او ډېر شعرونه يې په خلکو کې د متل غوندې مشهور شول.

د "درد" په نامه شعري ټولګه باندې يې د اسلام اباد د اکاډمي ادبيات له‎خوا د خوشال خان خټک ادبي جايزه هم ګټلې وه.

د لکي مروت سيمې شاعر او د پروفيسر درد د کلونو- کلونو د ناستې ولاړې ملګرى نادرخان عليل وايي، پروفيسر درد په غزل کې د روايت او نوښت تر منځ امتزاج ساتلى وو.

علیل وايي:

"د غزل په حواله د درد صاحب نوم ډېر لوى وو او درد صاحب غزل ته يو نوى رنګ ورکړى وو، د روايت رنګ هم په‎کې وو او له روايت سره جدت (نوښت) هم په‎کې وو، داسې غزل په پښتو کې ډېره کم ليکل کېږي، بل دا دى چې د ده غزل آسان وو، د عامو خلکو لپاره اسان وو او د خاصو خلکو لپاره هم د ده په غزل کې ډېر څه وو، نو د ده مړينه د ادب او غزل لپاره ډېر لوى نقصان دى."

پروفيسر رحمت الله درد د شلمې پېړۍ له دويمې نيمايي د يوويشتمې پېړۍ تر لومړۍ لسيزې پورې په داسې وخت کې پښتو شاعري وکړه چې په پاکستان کې پښتو د مملکت له‎خوا د نورو محکومو ژبو غوندې يوه کږل شوې ژبه وه او لوستونکي يې لږ وو، خو درد- چې د يوازيني زوى احسان ځوانيمرګۍ نور دردمن کړ- ناهيلى، زړه ستړى او بې جرئته نه شو او په‎خپله سيمه کې يې د شعر کرلى بوټى په سمسوره ونه بدل کړ.

نادرخان عليل وايي، درد صاحب په ولس او ادبي نړۍ کې د استاد او شاعر په توګه ډېر شهرت درلود، خو مړينې يې خلا راوسته.

ښاغلي علیل زیاته کړه:

"درد صاحب ډېر مهربان استاد وو، د پښتو ادب اثاثه وه او مړينې يې داسې خلا راوسته چې تر ډېرې مودې به پوره نه شي، موږ به کوښښ کوو چې تر څه حده د ده کمي او خلا موږ پوره کړو، درد صاحب خو يقيناً ډېر مهربان استاد وو او د ادبي غونډو يو داسې روايت يې دلته ايښى وو چې په حجرو او محفلونو کې به يې ادبي فعاليت کاوه، تر اخيره وخته چې تر څو له کټه د کوزېدو قابل وو د ادب خدمت ته يې ملا تړلې وه."

ارواښاد درد خپله ټوله انرژي شعر ليکلو ته ورکړې وه او په نثر کې يې مستقل کار نه دى کړى، يوازې څو لنډې کيسې يې پخوا ليکلې وې چې وايي، په کتابي بڼه چاپ نه دي او پر ځينو کتابونو يې سريزې ليکلې وې، خو ښايي په معاصرو شاعرانو کې يوازينى شاعر وي چې خپله ټوله شاعري په‎خپل ژوند کې چاپ کړه.

د شعرونو اته ټولګې يې چاپ وې چې بيا يې وروسته دغه ټوله شاعري د "کلياتِ درد" په يوه دېوان کې چاپ کړه.

پروفيسر درد د ١٩٣٤میلادي کال د ديسمبر پر څلورمه نړۍ سترګې پرانېستې وې او د ٢٠١٦میلادي کال د اګسټ پر يودېرشمه يې له نړۍ سترګې پټې کړې چې د سلګونو خپلوانو، د خپلو شاګردانو، شاعرانو او ليکوالو په بدرګه د لکي مروت په مستي خېل کلي کې خاورو ته وسپارل شو.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:08:31 0:00
مستقیم لېنک

رپوټ: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG