د لاسرسي لېنکونه

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې یو ځل بیا په کابل کې پر امریکایي پوهنتون د برید په اړه مقاله خپره کړې ده.

د مقالې لیکوال لیکي:

د اګسټ په څلورویشتمه له دې خبر سره راویښ شو چې د افغانستان د راتلونکې د هیلې او د عمل او هیلې پر مرکز په کابل کې برید شوی و.

لیکوال لیکي چې دی ګڼ کسان پیژندل چې په دې پوهنتون کې وو او یو نېږدې ملګری یې هم استاد نقیب احمد خپلواک و چې ووژل شو.

په نیویارک ټایمز کې وړاندې وايي چې د دې سربېره چې افغان امنیتي ځواکونو د محصلانو او د پوهنتون د کارکوونکو د ژغورنې لپاره ډېرې هڅې وکړې، خو بیا هم اته محصلان، یو استاد، درې ساتونکي او څلور افغان سرتېرې په دې پېښه کې ووژل شول.

امریکایي پوهنتون په ۲۰۰۶ میلادي کال کې په کابل کې پرانيستل شو، دا یو تعلیمي غیر انتفاعي مرکز دی چې د ورځپاڼې په باور د ماسټري د دورې او د پوهنځي د دورې د اسنادو له ورکړې سره یې د افغان ځوانانو لپاره د هیلو یوه دريڅه پرانیستې ده.

د نیویارک ټایمز په باور دا پوهنتون داسې مرکز دی چې کولای شي چې د افغانستان ځوان نسل د مشرتابه لپاره وروزي.

نیویارک ټایمز وړاندې لیکي:

اکثر افغانانو په تېرو لسیزو کې په جنګ جګړو کې ژوند تېر کړی او نور نه غواړي چې بچیان یې دغه حالت تجربه کړي.

دوی غواړي چې خپل اولادونه یې د هېواد د راتلونکې په درد وخوري او د کورنیو سرونه پرې لوړ شي.

د ورځپاڼې په نظر، کوم کسان چې په دې پوهنتون کې زده کړې کوي په راتلونکو لسو کلونو کې به د افغانستان د پرمختګ لارې ټاکي.

خو د نیویارک ټایمز په باور په کابل کې پر امریکایي پوهنتون د اګسټ د څلرویشتمې نېټې برید، په حقیقت کې پر دغو ټولو ارمانونو برید و چې یادونه یې وشوه.

د لویدیځ یوې بلې ورځپاڼې، ګارډین هم د نیویارک ټایمز په څېر په کابل کې یوې زړې مسئلې ته اشاره کړې ده او لیکي:

په کابل کې د مظاهرې پر مهال ځان وژونکي د لسګونو هزاره و ژوند واخېست او دغه ډول پېښو ته په‎کار دي چې بهرني هېوادونه هغه وخت پام وکړي چې هزاره افغانانو ته پناه ورکوي.

خو ګارډین لیکي:

اسټرالیا پریکړه کړې چې هزاره په کابل کې له جدي خطر سره مخامخ نه دي، نو دوی د مهاجر په توګه نه مني.

ورځپانه وړاندې لیکي:

په ټویټر کې اوس یوه مبارزه پیل شوې ده چې د هزاره و په ملاتړ په‎کې لاسلیکونه راغونډیږي.

ګارډین د یوه اسټرالیایي پروفیسور په وینا چې په کابل کې ژوند کوي، لیکي، د اسټرالیا د حکومت دریځ د هزاره و په برخه کې ثابت نه دی.

خو د ګارډين په وینا د اسټرالیا د بهرنیو چارو او سوداګرۍ د ادارې په یوه راپور کې راغلي دي چې په ټول افغانستان کې یو ډول شخړې شته او کوم ګواښونه چې هزاره په افغانستان کې ورسره مخامخ دي تر هغو زیات نه دي چې د افغانستان نور قومونه ورسره لاس او ګریوان دي.

XS
SM
MD
LG