د لاسرسي لېنکونه

د هلمند د ولایت د مقام څخه په رالېږل شوي خبرپاڼه کې راغلي دي چې د سنګین ولسوالۍ په جوشالي سیمه کې د افغان ځواکونو د هوايي بمبار په ترڅ کې ۱۲ وسله‎وال چې د ماین جوړونې ځينې ماهرین په کې شامل دي وژل شوي دي چې د خبرپاڼې په وینا ۳ په‎کې پاکستانیان دي.

همدا راز د پنجشنبې په ورځ د نهرسراج ولسوالۍ د حمیدخان په کلي کې په یوه بل هوايي برید کې ۴ نور وسله‎وال چې د لیزرداره وسلو څخه يې استفاده کوله وژل شوي دي.

تر اوسه وسله‎والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG