د لاسرسي لېنکونه

ریابکوف: د ایران په وړاندې د امریکا یو اړخېز بندیزونه لاهم پرځای دي


یوه روسي ډیپلوماټ ویلي چې د امریکا متحده ایالاتو د ایران د اټمي موافقې په برخه کې د ژمنو خپله برخه پوره کړې، خو وایي، د ایران په وړاندې د دوی یو اړخېزو بندیزونو لاهم پرځای دي او هغه د ایران لپاره لوی خنډونه جوړ کړي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګي ریابکوف پرون ایران ته په خپل سفر کې د ایټرټاس خبري اژانس ته وویل چې امریکا خپلې هغه ژمنې چې تېرکال یې له ایران سره په اټمي موافقت‎نامې کې کړي وې؛ عملي کړي، خو وایي تر هغه ډېر کار یې نه‎دی کړی.

د ریابکوف په خبره ټول هغه یو اړخېز بندیزونه چې تر اټمي موافقې دمخه د امریکا له‎خوا پر ایران لګول شوي وه، پرځای پاته دي.

دی وایي، د دغو تحریمونو له مخې ایران هره معامله چې په ډالرو کېږي، باید د امریکا له‎خوا تصدیق شي او کېدای شي هر وخت وځنډېږي.

ریابکوف وایي، د اکثرو نړیوالو بندیزونو له لېرې کېدو سره سره ډیری اسیایي او اروپایي شرکتونه له ایران سره د معاملو په برخه کې له احتیاطه کار اخلي.

XS
SM
MD
LG