د لاسرسي لېنکونه

د امریکا د ولسمشرۍ لپاره د جمهوري غوښتونکو کانديد ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د کډوالو په وړاندې په خپل لانجمن دریځ ټینګار وکړ.

له اونیو راهیسې ویل کېدل چې نوموړی به د کډوالو په وړاندې خپل دریځ نرم کړي، خو ده پرون بیا خپله کلکه اراده څرګنده کړه چې له متحده ایالاتو به بهرنیان لېرې وساتي.

ټرمپ پرون وویل چې د ایستلو یو ځواک به جوړ کړي څو هغه کسان چې په غېرقانوني توګه د متحده ایالاتو خاورې ته داخلیږي بېرته خپلو هېوادونو ته واستوي او هم به د سوریې او لیبیا په څېرد یو شمېر هېوادونو اتباعو ته ویزې ورنه‎کړي.

دغه دواړه هېوادونو چې اکثره وګړي یې مسلمان دي په‎کې واکمن حکومتونه کمزوري دي او نه‎شي کولای چې د خلکو سمه پلټنه وکړي.

ټرمپ بیا له مکسیکو سره په پوله د یوه دیوال پر جوړېدو ټینګار وکړ او ویې ویل چې لګښت به یې مکسیکو ورکوي.

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه:

"موږ به په خپلو جنوبي سرحدونو کې یو لوی دیوال جوړ کړو او مکسیکو به یې لګښت ورکړي. موږ به په جنوبي سرحدونو کې د یوه کلک، لوړ او ښکلي دیوال د جوړېدو کار پیل کړو."

خو د مکسیکو ولسمشر وویل چې ده پرون ډونالد ټرمپ ته وویل چې هېواد به یې هېڅکله هم د دغه امنیتي موانع لګښت ورنه‎کړي.

XS
SM
MD
LG