د لاسرسي لېنکونه

د ترکېې دفاع وزارت وایي، د جولای میاشتې د پنځلسمې نېټې د ناکامې کودتا سره د اړیکو په تور د ځمکني او سمندري ځواکونو له لیکو څخه ۸۲۰ نور کسان له دندو لېرې کړي دي.

تر دغه اعلان دمخه هم انقرې د یادې کودتا په غبرګون کې د وسله‎والو ځواکونو په لیکو کې د زرګونو کسانو دندې اخېستې وې.

په‎دغو کسانو کې له لوړپوړو جنرالانو نیولې بیا تر ټیټې رتبې افسران او سرتیري شامل دي.

په ترکېه کې د عامه خدماتو په ګډون د هغه هېواد حکومت تقریباً اتیا زره کسان له دې کبله له دندو لېرې کړي چې ګواکې د تیرې میاشتي په کودتا کې یې لاس درلود.

اروپایې اتحادیه او متحده ایالات اندیښنه لري چې په لوړه کچه د افرادو نیولو او ځپلو په ترڅ کې د ترکېې حکومت هغه کسان په نښه کړي چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سیاسي مخالفین دي.

XS
SM
MD
LG