د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۲

فعالان: حکومتي مشرانو په پټو معاملو اساسي قانون پښو لاندې کړی


د افغانستان د مدني ټولنې ځیني فعالان، د ملي یووالي حکومت پر مشرانو تور لګوي چې په پټو معاملو سره‌يې د اساسي قانون مواد تر پښو لاندې کړي او د لویې جرګې جوړېدو ته اراده نه‌لري.

د مدني ټولنې فعالان ټینګار کوي چې د ملي یووالي حکومت مشران دې، د پټو معاملو او د خلکو د تېر ایستلو پر ځای، قانون پلی او د اساسي قانون د تعدیل لویه جرګه دې راوبولي.

دغو فعالانو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې انتقاد وکړ چې له قانونه سرغړونه په‎ خپله د مشرانو له‎خوا کېږي او اراده نه‌لري چې د اساسي قانون د تعدیل لویه جرګه راوبولي.

د دغو فعالانو له ډلې عصمت پښتون وویل، حکومت د اساسي قانون د تعدیل لویې جرګې د جوړولو پر ځای غواړي یو کمېسیون جوړ کړي چې دا کار د اساسي قانون او خلکو سپکاوی دی.

فعالان: د حکومت مشران د لویې جرګې جوړېدو ته اراده نه‌لري.
فعالان: د حکومت مشران د لویې جرګې جوړېدو ته اراده نه‌لري.

ښاغلي پښتون زیاته کړه:

"په اساسي قانون کې له لویې جرګې څخه پرته، هېڅوک واک نه‌لري چې بدلونون راولي، که هغه کوم کمېسیون وي، که دودیزه جرګه او که کوم بل جوړښت وي."

د مدني ټولنې دغو فعالانو د هېواد پر روانو ناوړه امنیتي حالاتو هم اندېښنه وښوده او د حکومت له مشرانو یې وغوښتل چې د جنګ لیکو ته دې، د خپلو بچیانو او خواخوږو په لېږلو سره، خپل صداقت څرګند کړي.

په روانه اوونۍ کې جمهور رئیس او اجرائیه رئیس، د دوی تر منځ د ځینو اختلافونو د هوارولو په مقصد څلور ځلي سره کتلي چې په درېیم ځل لیدنه کې یې پر ځینو نورو اختلافي موضوع‌ګانو د هوکړې تر څنګ د اساسي قانون تعدیل لپاره، د یوه ځانګړي کمېسیون په جوړولو هم هوکړه کړې ده.

د جمهور رئیس او اجرائیه رئیس تر منځ د سیاسي تفاهم‎لیک له مخې، تر دوو کلونو پورې باید د اساسي قانون د تعدیل لویه جرګه جوړه شي او که نظام بدلېږي نو د اجرائیه ریاست پُست به د صدراعظم پر پُست اوړي.

په ورته وخت کې جمهوري ریاست د ولسي جرګې انتخابات د اساسي قانون د تعدیل د لويې جرګې د جوړولو لپاره اړین ګڼي او ټینګار کوي چې د لویې جرګې د جوړولو لپاره تیاریانې نیول شوي دي.

مرتضوي: د لویې جرګې د رابللو لپاره تیاریانې نیول شوې دي.
مرتضوي: د لویې جرګې د رابللو لپاره تیاریانې نیول شوې دي.

د جمهور رئیس مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وايي:

"حکومت تصمیم لري چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات وکړي. له دې سره به د اساسي قانون د تعدیل لپاره د لویې جرګې ترکیب بشپړ شي. له هغې وروسته د لویې جرګې لپاره تدابیر موجود دي."

په ورته وخت کې، ده ومنله چې د انتخاباتو د ترسره کېدو او د لویې جرګې د جوړېدو کارونه لږ څه ټکني شوي دي.

مدني فعالان وايي، که حکومت پر ټاکلي وخت د اساسي قانون د تعدیل لویه جرګه جوړه نه‎کړي، د خلکو له غبرګونو سره به مخ شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG