د لاسرسي لېنکونه

د کابل ښار د شهرارا غونډۍ ته نېږدې د کلکاني او د هغه ملګرو د جسدونو پر لېږدوونکو ډزې شوي او درې کسان ټپیان شوي دي.

له سیمې د ازادي راډيو خبریال د یو شمېرعیني شاهدانو له قوله وایي چې دا ډزې د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د وسله‎والو کسانو له‎خوا شوي دي.

د حبيب الله کلکاني او د هغه د ملګرو د تدفين کمېسيون وايي، د حبیب الله کلکاني او د هغه د ۱۶ملګرو جسدونه به د کابل د شهرارا پرځاى په کلوله پشته کې خښ کړي.

خو د دغه مراسم ګډون کوونکې له دغې پریکړې سره مخالف ښودلی او جسدونه یې د کابل شهر ارا تپې ته انتقالوي.

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې جنرال عبدالرشید دوستم د کابل په شهرا را غونډۍ کې د حبیب الله کلکاني او د هغه د ملګرو په خښولو انتقاد کړی.

د افغانستان د پخواني پادشاه حبیب الله کلکاني د جنازې او فاتحې مراسم د یو شمېر دولتي چارواکو، ملي شورا غړو او یو شمېر عامو کسانو له‎خوا نن د کابل په عیدګاه جماعت کې ترسره شول.

حبیب الله کلکاني په ۱۹۲۹ میلادي کال کې قدرت ترلاسه کړ او له نهو میاشتو وروسته نادرخان نوموړي ته ماتې ورکړه او له همکارانو سره یې یوځای په دار وځړاوه.

XS
SM
MD
LG