د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۸

د دوستم انتقاد خو غني سره ناستو ته د اجرائیه ریاست هیله‌مندي


د ملي یووالي حکومت مشران د راتلونکې اوونۍ په پنځمه ناسته کې د اساسي قانون پر تعدیل او د انتخاباتي نظام پر اصلاح خبرې کوي.

اجرائیه ریاست د ملي یووالي حکومت د مشرانو راتلونکو ناستو پایلو ته هیله‌مند دی.

د دغه ریاست مرستیال ویاند امید میثم ازادي راډیو ته وویل چې دواړو مشرانو د چهارشنبې ماښام په ناسته کې هوکړه وکړه چې په راتلونکو ناستو کې به د سیاسي تفاهم‎لیک، د انتخاباتي نظام اصلاح، د برېښنايي تذکرو وېش او د اساسي قانون د تعدیل په برخو کې خبرې کوي.

ویاند مرستیال امید میثم
ویاند مرستیال امید میثم

ښاغلي میثم زیاته کړه:

"دواړه مشران به راتلونکې اوونۍ هم په خپلو کې ګوري او هم د هغو ژمنو د عملي کولو په اړه چې له خلکو سره‌یې کړي دي بحث وشي. د اساسي قانون تعدیل، د برېښنايي تذکرو وېش، د انتخاباتي نظام اصلاح او په ټولو برخو کې سلا مشورې هغه مهم موارد دي چې خبرې به پرې کېږي او د دواړو مشرانو تر منځ وروستۍ ناسته به هم وشي. "

د سیاسي تفاهم‌لیک له مخې د اشخاصو ګمارنه، له دوه ګوني چلند څخه ډډه او د ټولو کسانو په ګمارنه کې د اجرائیه رئیس مشورې او وړاندیز ته درناوی هغه مسائل دي چې په څلورمه ناسته کې د ولسمشر او اجرائیه رئیس تر منځ پرې بحث شوی دی.

د ملي یووالي حکومت مشرانو په وروستۍ ناسته کې پر ملي مشارکت، عادلانه استازیتوب، صداقت، د حکومت اصلاحي پروګرامونو ته ژمنتیا، د سیاسي تفاهم‎لیک تطبیق او د جمهوري ریاست او اجرائیه ریاست د صلاحیتونو پر تفکیک هوکړې شوي دي.

دغه ناستې په داسې حال کې کېږي چې اجرائیه رئیس پر ولسمشر محمد اشرف غني له دې کبله انتقاد وکړ چې ګواکې د اشخاصو په ګمارنه کې له ده سره مشوره نه‌کوي خو جمهوري ریاست بیا د عبدالله عبدالله دغه څرګندونې د حکومتوالۍ د موازینو سره په ټکر کې بللې وې.

خو د دواړو مشرانو د لیدو کاتو او پایلې په اړه د سیاسي کارپوهانو نظر څه دی؟

سیاسي کارپوه بشیر هاتف وايي:

"فکر نه‌کوم چې دواړه مشران دې د خپلو وعدو په عملي کېدو کې بریالي شي، پر سیاسي تفاهم‌لیک بیا کتنې ته اړتیا ده، تر هغې چې دغه مشکل حل نه‌شي امنیتي وضعیت مخ پر خرابېدو دی، پانګه له هېواده په تېښته کې ده او نظام د بې‌ثباتۍ پر لور روان دی، په خلکو کې د دواړو مشرانو محبوبیت کم شوی او د داسې وضعیت دوام به نظام د بې‌ثباتۍ پر لوري بوځي."

جنرال دوستم وايي، په حکومت کې هېڅ ډول کاري صلاحیت نه‎ لري
جنرال دوستم وايي، په حکومت کې هېڅ ډول کاري صلاحیت نه‎ لري

د دواړو مشرانو تر منځ د نظر د توافق په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم هم انتقاد کوي چې ګواکې صلاحیتونه‌یې د ولسمشر له لوري محدود شوي دي.

ښاغلی دوستم وايي، تر راتلونکو دېرشو یا څلوېښتو ورځو به د جنبش ګوند کنګره جوړه کړي او ډېرې داسې خبرې لري چې تر اوسه‌یې نه‌دي ویلي.

سیاسي کارپوه بشیر هاتف د هېواد امنیتي او اقتصادي وضعیت ته په کتو وايي چې د حکومت د لوړپوړو چارواکو تر منځ اختلافات به هېواد د کړکېچ په لور بوځي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG