د لاسرسي لېنکونه

په فراه کې نن سهار یو ښوونکی د نامعلوکسانو له‎خوا په ډزو وژل شوی دی.

د دغه ولایت د پوهنې ریاست مشر محمد صابر فاروقي ازادي راډيو ته وویل چې دغه ښوونکی کله چې د خپل کورمخې ته ولاړ و، د څو نامعلومانو کسانو له‎خوا چې په یو سراچه ډوله موټر کې سپاره و په ډزو سره ووژل شو.

د نوموړي په خبره دغه کس یوازې د معلمي دنده درلوده او د کوم چاسره یې شخصي دښمني نه وه.

تر اوسه چا د دغه ښوونکي د وژل کېدو مسؤلیت نه دی منلی.

دا لومړی ځل دی چې په فراه ولایت کې یو ښوونکی د نامعلومو کسانو له خوا وژل کیږي.

XS
SM
MD
LG