د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۷

وزیري: نن پنجشنبه په ۱۵ ولایتونو کې ۱۷ عملیات دوام لري


د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د هېواد په بېلابېلو سیمو یې کې د وسله‎والو بریدونه په شا تمبولي او وضعیت د دوی تر کنټرول لاندی دی.

دفاع وزارت وايي، د وسله‎والو بریدونو د زیاتېدو په مقابل کې هره ورځ افغان ځواکونه ځانګړي عملیات کوي چې د پنجشنبې په ورځ هم په ۱۵ ولایتونو کې د دغه ځواکونو ۱۷ عملیات دوام لري.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډيو ته وویل چې که څه هم وسله‎والو په ځینو ولسوالیو کې مشکلات جوړ کړي خو په ټوله کې وضعیت د دوی تر کنټرول لاندې دی.

وزیري: د وسله‎والو بریدونو د زیاتېدو په مقابل کې هره ورځ افغان ځواکونه ځانګړي عملیات کوي.
وزیري: د وسله‎والو بریدونو د زیاتېدو په مقابل کې هره ورځ افغان ځواکونه ځانګړي عملیات کوي.

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"زموږ هوايي بریدونه، د خاصو او سیمه‌ییزو ځواکونو عملیات روان دي په هر ځای کې چې دښمن سر پورته کړي زموږ قطعات د دې توان لري چې هلته ورشي او ویې ځپي."

د دفاع وزارت په داسې حال کې پر حالاتو د کنټرول خبره کوي چې عملاً د بغلان دهنې غوري او د پکتیا جاني‎خېلو ولسوالۍ د وسله‎والو طالبانو لاس کې دي او دغې ډلې له تېرو دوو میاشتو راهیسې په کندز، بغلان، تخار، هلمند، پکتیا او ځینو نورو ولایتونو کې خپل بریدونه پراخ کړي دي.

څلور ورځې وړاندې د پکتیا مدني فعالانو هم اندېښنه وښوده چې وسله‎والو طالبانو د جاني‎خېلو ولسوالۍ په نیولو سره پکتیا، خوست، پکتیکا او لوګر ولایتونو ته جدي امنیتي ګواښونه پېښ کړي دي.

خو د افغانستان دفاع وزارت بیا وايي چې افغان ځواکونه د خپلې خاورې او خلکو د ساتنې توان لري او وسله‎وال طالبان له ماتې سره مخامخ دي.

له دې ټولو سره ـ سره یو شمېر پوځي کارپوهان بیا وايي چې طالبانو په وروستیو بریدونو سره د افغانستان امنیتي وضعیت ننګولی دی.

پوځي کارپوه عبدالهادي خالد
پوځي کارپوه عبدالهادي خالد

پوځي کارپوه عبدالهادي خالد وايي:

"دوی په هلمند کې فوق‌العاده فعاله دي، په کندز کې فعاله دي په بغلان کې فعاله دي په پکتیا کې فعاله شوي چې د جاني‎خېلو پېښه به مو اورېدلې وي په ننګرهار او فراه کې فعاله دي خو ښه‌والی یې دا دی چې ملي قواوو په تېر یو، یو نیم کال کې د مستقلانه دفاع په برخه کې ښې تجربې ترلاسه کړي دي."

ښاغلی خالد وايي، که افغان حکومت د ځواکونو د ښې سمبالنې او تجهیز تر څنګ د ملکي حکومتوالۍ او د ټولنیز عدالت د تأمینلو په برخه کې ژر تر ژره مؤثره ګامونه پورته نه‌کړي جګړه به همداسې دوام پیدا کړي او په لنډ وخت کې به د امنیتي وضعیت د بهبود امکان خورا کم وي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG