د لاسرسي لېنکونه

د غور چارواکي وایي، وسله‎والو طالبانو نن سهار د دغه ولایت دولت‎یار ولسوالۍ له مربوطاتو څخه پنځه مسافر نامعلوم لوري ته بیولې دي.

د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ د جنایې جرمونو سره د مبارزې مدیر عبدالهادی چهل غوري هم ازادي راډيو سره دا موضوع تائید کړې ده.

نوموړي وویل چې تښتول شوي کسان د غور او بامیانو اوسیدونکي وو.

د غور امنیتي چارواکي وایي چې د تښتول شوو کسانو د بېرته خوشې کېدو لپاره هڅې پیل شوي دي.

XS
SM
MD
LG