د لاسرسي لېنکونه

یو شمېر مدني فعالان افغان حکومت په پټو معاملو تورنوي او ټينګار کوي چې د ملي یووالي حکومت مشران باید لویه جرګه په ټاکلي وخت را وغواړي.

د مدني ټولنو په استازیتوب ځوان مدني فعال عطاالله حیران نن په یوه خبري ناسته کې وویل چې د هېواد امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او نور دا حالت خلکو ته د زغم وړ نه دی.

نوموړي وویل، حکومت په خپلو هغو ژمنو کې پاتې راغلی چې پخوا خلکو ته ورکړې وي.

دا خبرې په داسې حال کې کیږي چې په‎دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې امنیتي وضعیت مخ په خرابېدو دی.

XS
SM
MD
LG