د لاسرسي لېنکونه

د لوګر والي وایي، په څرخ ولسوالۍ برید د شپږو بریدکوونکو په وژل کېدو پای ته رسېدلی دی.

محمد حلیم فدايي ازادي راډيو ته وویل چې په‎ دې حمله کې یوازې یو پولیس ټپي شوی او اوس‌مهال افغان ځواکونه د سیمې د تصفیې په پلان بوخت دي.

نوموړي وویل چې په‎ دې حمله کې دولس نور وسله‎وال هم ټپیان شوي دي.

وسله‎والو نن سهار له یوې انتحاري حملې وروسته د لوګر پر څرخ ولسوالۍ برید وکړ.

د لوګر ولایتي شورا رئیس سید قریب‌الله سادات ازادي راډيو ته وویل چې په‎ دې حمله کې یو د ملي اردو سرتېری وژل شوی او د څرخ امنیې قومندان په ګډون درې افغان سرتېري ټپیان شوي دي.

طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد د برید مسؤلیت منلی او ویلي یې دي چې په‎ دې برید کې یې ګڼو افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې، خو ځايي چارواکي دا ادعا نه‌مني.

XS
SM
MD
LG