د لاسرسي لېنکونه

د برازیل مشرانو جرګې ولسمشره دیلاما روسیف له ولسمشرۍ لیرې کړه.

سنا ولسمشره په بودجه کې په لاسوهنه تورنه کړې ده. تېره ورځ یوشپېته سناتورانو روسیف تورنه کړه او شل تنو له دې ادعا سره مخالفت وکړ.

له قانون سره سم که د سنا له درېیو دوې برخې د ولسمشر یا ولسمشرې په مخالفت رأیي ورکړي، له دندې لیرې کېږي.

تر دې پرېکړې وروسته روسیف په ټویټر کې ولیکل چې نن هغه ورځ ده چې یوشپیته نارینه و چې اکثره‌یې تورن دي او په فساد ککړ دي د برازیلیانو رأیې پر ډېران وغورځولې.

د سنا له پرېکړې سره د روسېف کارګر ګوند دیارلس کلن واک پای ته ورسېد.

سرپرست ولسمشر میخایل تیمیر د منځني ښي اړخي (پي، ایم، ډي، پي) ګوند غړی به د روسېف پاتې دوره تر دوه زره اتلسم پورې مخته یوسي.

XS
SM
MD
LG