د لاسرسي لېنکونه

ويرا چاسلافسکا په شپېتمه لسيزه کې د کمونېست پلوه چارواکو له‎خوا په دې خاطر له سزا سره مخامخ شوې وه چې د وارسا تړون پر خلاف‌يې خپل غږ پورته کړى و، هغه تړون په ١٩٦٨میلادي کال پر پخوانۍ چکسلواکيا يرغل ته زمينه برابره کړه.

هغه چې د خپل وخت د جمناسټېک مشهوره ورزشکاره او د کمونېزم سر سخته منتقده وه، د خپل دغه نظرياتي اختلاف له کبله له قانوني تعقيب سره هم مخامخ شوې وه.

د چک جمهوريت د المپيک کمېټې مشر د چهارشنبې په ورځ وويل، چاسلافسکا له يوه کال راهيسې د توري په سرطان اخته وه چې د سې شنبې په سهار يې له نړۍ سترګې پټې کړې.

د چک جمهوريت د جمناسټېک دغه ورزشکاره چې د ١٩٤٢میلادي کال د مې پر درېيمه په پراګ ښار کې زېږېدلې وه، د المپيک اول مډال‌يې چې د سپينو زرو و، په ١٩٦٠میلادي کال د روم په مسابقو کې وګاټه.

د دې لومړی مډال چې په المپیک کې یې ترلاسه کړ د سپينو زرو و.

د دې لومړی مډال چې په المپیک کې یې ترلاسه کړ د سپينو زرو و.

له ١٩٩٣میلادي کال راوروسته چې سلواک او چک سره جلا شوي، د دواړو هېوادونو يوه ورزشکار هم دومره زيات مډالونه نه‌دي ګټلي.

چاسلافسکا د چکسلواکيا د رژيم مخالفه او منتقده وه. هغې د الکساندر دوبچيک د اصلاحاتو د نظرياتو ملاتړ کاوه چې هدف‌يې په کمونېستي نظام کې د ډموکراسۍ وده وه. دغه سيسټم چې د پراګ د پسرلي نوم ورکړل شوى و، لنډه موده دوام وکړ.

د ١٩٦٨میلادي کال تر سیالیو وروسته ويرا چاسلافسکا په خپل کور کې تر قانوني تعقيب لاندې ونيول شوه چې کار او سفر کول‌يې منع اعلان شول.

خو په ١٩٧٤میلادي کال هغې ته اجازه ورکړل شوه چې په چکسلواکيا کې د کوچ په توګه دنده ترسره کړي.

کله چې په ١٩٨٩میلادي کال کمونېزم له ماتې سره مخامخ شو، هغې هڅه وکړه چې يو رسمي موقف چې په تېرو کلونو کې رد کړاى شوى و، ترلاسه کړي.

واڅلاو هاويل چې تر کمونېزم وروسته د چکسلواکيا لومړنى بيا د چک جمهوريت ولسمشر شو، هغه د خپل سلاکار په توګه وټاکله.

هغه د نورو سازمانونو او ادارو له‎خوا هم وستايل شوه.

هغې له بل ورزشکار جوزېف ودلوزیل سره واده وکړ.

هغې له بل ورزشکار جوزېف ودلوزیل سره واده وکړ.

هغې د مکسيکو د مسابقو پر مهال له بل ورزشکار جوزېف ودلوزيل سره واده وکړ، خو دوى په ١٩٨٠يمو کلونو کې سره جلا شول.

په ١٩٩٣میلادي کال د هغې پر خاوند د حملې له کبله چې هغه‌يې د مرګ سبب هم شوه، د هغه زوى مارتين تورن وپېژندل شو.

مارتين په څلور کلن بند محکوم شو، خو وروسته ولسمشر هاويل ورته عفوه اعلان کړه.

XS
SM
MD
LG