د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۸

ايټاليا له ۶۰۰۰ زیات پناه غوښتونکي ژغورلي


د چهارشنبې په ورځ د ايټاليا پوزالو ساحل ته له مدیترانې سمندرګي څخه تر شپږ زرو زیات پناه غوښتونکي ژغورل شوي دي.

ويل کېږي د سږ کال په اوږدو کې په همدې ورځ تر ټولو زيات د ژغورنې عملیات وشول.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې تر دې مخکې د دوشنبې په ورځ د لېبيا په ساحل کې د ناروې يوې بېړۍ له‌خوا تر زرو زيات پناه غوښتونکي وژغورل شول.

د ناروې د جنايي پلټنو ملي خدماتو دفتر ويلي، دا کسان په ساحلي ښار زواره کې ژغورل شوي. زواره د لېبيا په لوېديځ کې له تونېسي سرحد سره موقعيت لري.

له دغه ځايه انساني قاچاق وړونکي لوی شمېر پناه غوښتونکي د ايټاليا پر لور بيايي.

د ناروې د جنايي پلټنو د ملي خدماتو دفتر په وينا، ژغورل شوي پناه غوښتونکي ډېری له افريقا څخه ورغلي دي خو يو شمېر له بنګله‌دېشه هم په‎کې شامل دي.

تر اوسه ۱۰ لکه او پنځه زره پناه غوښتونکي ايټاليا ته په بيړيو کې رسېدلي دي
تر اوسه ۱۰ لکه او پنځه زره پناه غوښتونکي ايټاليا ته په بيړيو کې رسېدلي دي

د پناه غوښتنې نړیوالې ادارې د معلوماتو له مخې چې د جمعې په ورځ خپاره شول، په ۲۰۱۶ میلادي کال کې تر اوسه ۱۰ لکه او پنځه زره پناه غوښتونکي ايټاليا ته په بېړيو کې رسېدلي دي. له دغو پناه غوښتونکو څخه ډېری له لېبيا ورغلي دي.

په همدې حال کې د لېبيا امنیتي ځواکونو د سې شنبې په ورځ ۱۷۴ پناه غوښتونکي په داسې حال کې ونيول چې غوښتل‌یې ساحل ته ځانونه ورسوي.

روېټرز خبري اژانس راپور ورکوي چې دا ټول پناه غوښتونکي افريقايان وو.

تر دې يو څو ساعته مخکې د ايټالوي ساحل ساتونکو له‌خوا په سسلي ساحل کې درې زره پناه غوښتونکي وژغورل شول.

د اټکل له مخې ۲۷۲۶ سړي، ښځې او کوچنيان د همدې مودې پر مهال پر لاره مړه شوي دي.

همداسې تر یو ميلیون زیات پناه غوښتونکي له منځني ختيځه، اروپايي هېوادونو او نورو ځايونو څخه تېر کال يوازې جرمني ته تللي دي.

د دوشنبې په ورځ د ناروې يوې لويې بېړۍ تر زرو زيات پناه غوښتونکي وژغورل.

XS
SM
MD
LG