د لاسرسي لېنکونه

د لوګر والي وایي، په څرخ ولسوالۍ برید د شپږو بریدکوونکو په وژل کېدو پای رسیدلی دی.

محمد حلیم فدايي ازادي راډيو ته وویل چې په‎دې حملې کې یوازې یو پولیس ټپي شوی او اوس مهال افغان ځواکونه د سیمې د تصفیې په پلان بوخت دي.

نوموړي وویل چې په‎دې حمله کې دولس نور وسله‎وال هم ټپیان شوي دي.

وسله‎والو نن سهار له یوې انتحاري حملې وروسته د لوګر پر څرخ ولسوالۍ برید وکړ.

د لوګر د ولایتي شورا رئیس سید قریب الله سادات ازادي راډيو ته وویل چې په‎دې حملې کې یو د ملي اردو سرتیری وژل شوی او د څرخ امنیې قومندان په ګډون درې افغان سرتیري ټپیان شوې دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د برید مسؤلیت منلی او ویلې چې په‎دې برید کې يې ګڼو افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې، خو ځايي چارواکي دا ادعا نه مني.

فدايي ازادي راډيو ته وویل چې په‎دې حملې کې یوازې یو پولیس ټپي شوی

فدايي ازادي راډيو ته وویل چې په‎دې حملې کې یوازې یو پولیس ټپي شوی

پخواني:

د لوګر ولایت چارواکي وايي چې نن د پنجشنبې په ورځ سهار پنځه بجې د یاد ولایت د څرخ ولسوالۍ پر ودانۍ د وسله‎والو له لوري ډله‌ییز برید شوی دی.

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح ازادي راډیو ته وویل چې په یاد وسله‎وال برید کې تر اوسه شپږ وسله‎وال وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

نوموړی وايي چې په‎ دې بریدونو کې د ملي اردو او ملي پولیسو دوه سرتېري هم ټپیان شوي دي.

نوموړی وايي چې په پیل کې یو تن ځانمرګي بریدګر د ولسوالۍ په مخکې ځانته چاودنه ورکړه او له چاودنې سره سم د خواوشا سیمو څخه پر ولسوالۍ وسله‎وال بریدونه پیل شول.

سلیم صالح زیاته کړه:

"نن سهار پنځه بجې وسله‎والو مخالفینو د څرخ په ولسوالۍ لومړی یو کس د قراول مخې ته ځانته چاودنه ورکړه او وروسته دوی پر ولسوالۍ د ځینو سیمو ډزې پیل کړې چې زموږ امنیتي ځواکونو دوی ته قوي ځواب ورکړ، ابتدايي معلومات دا دی چې تر اوسه په‎ دې برید کې ۶ وسله‎وال وژل شوي او ۱۲ ټپیان دي، همدارنګه زموږ د ملي اردو او ملي پولیسو دوه سرتېري هم ټپیان شوي دي."

د لوګر د والي ویاند وايي چې ولسوالۍ ته دا مهال تازه دمي ځواکونه رسېدلي دي، خو لا هم د لیرې سیمو څخه پر ولسوالۍ خال، خال ډزې کېږي.

د لوګر یوې بلې حکومتي سرچینې د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې په ولسوالۍ په اول کې د مازدا موټر په واسطه موټر بم برید وشو او وروسته ډله‌ييز بریدونه پیل شول.

طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد د یادو بریدونو مسؤلیت منلی او ویلي یې دي چې په‎ دې بریدونو کې يې ګڼو افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې، خو ځايي چارواکي دا ادعا نه‌مني.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

پخواني:

د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ باندې موټر بم انتحاري حمله شوې، د لوګر والي ویاند سلیم صالح‌یې تائیدوي خو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه‌وايي.

همدا اوس هم په ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او نورو وسله‌والو تر منځ نښته روانه ده، په نښته کې د مرګ ژوبلې په اړه خبر نه‌شته خو د سیمې خلکو په خبره د درنو ‌‌‌‌‌‌ډزو اوازونه اورېدل کېږي.

ذبیح‌‌الله مجاهد چې ځان د وسله‌والو طالبانو ویاند بولي د نوموړې حملې مسؤلیت منلی او ادعا کوي چې ګڼو دولتي کسانو ته‌یې مرګ ژوبله اړولې.

XS
SM
MD
LG