د لاسرسي لېنکونه

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر وايي، یو شمېر افغان پولیس د قانون په نسبت سیاسي اړیکو ته ډېر وفاداره دي.

فرانس مایکل مېلېبن دغه څرګندونې نن په کابل کې د پولیسو د راتلونکې په نامه جوړې شوې غونډه کې وکړې.

په دې غونډه کې د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او په افغانستان کې د قاطع ماموریت قومندان جنرال جان نیکولسن هم برخه اخېستې وه.

عبدالله عبدالله د پولیسو په رهبري کې ستونزې مني او وايي، تر دې دمه د دغه ځواکونو په رهبري کې رامنځته شوي تغيرات کافي نه دي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"د افغان ځواکونو یوه دنګ ځوان د روغتون په بستر کې پروت و او په پښه زخمي شوای وو خو دا یې وویل چې زما قوماندان ماته توجه نه‎لري."

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې سرپرست هم د افغان ځواکونو پر ناسم مدیرت انتقاد کړی وو.

XS
SM
MD
LG