د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د اطلاعات او فرهنګ وزارت د ټولنېزو رسنیو کمېسیون وایي چې په تېرو پنځو میاشتو کې یې ۳۵ نویو رسنیو ته د کار جوازونه ورکړي دي.

د ټولنېزو رسنیو کمېسیون مشرخپلواک ساپي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې په یوه کنفرانس کې وویل، که څه هم چې په وروستیو کلنو کې اقتصادي ستونزو د رسنیو ترڅنګ د افغانانو د ژوند ټولې برخې اغېزمنې کړې خو اوس هم خلک په افغانستان کې په رسنیو او ډیموکراسۍ باندي باور لري.

ښاغلی ساپی وایي، اوس هم د افغانستان رسنیز مارکیټ د حرکت او ودې په حال کې دی.

"موږ په دې پنځو میاشتو کې په افغانستان کې تقریباً ۳۵ نویو رسنیو ته د کمېسیون له لارې کاري جوازونه وویشل چې په دې کې څلور ټلویزیونونه، اووه اف.ام راډیو ګانې، دوه خبري اژانسونه او شاوخوا ۱۳ چاپي رسنۍ او د رسنیو نور ډولونه دي، د دې معنی دا ده چې اوس هم په افغانستان کې رسنیز فعالیتونه د حرکت او ودې په حال کې دی او دا یو زیری دی."

ښاغلي ساپي زیاته کړه چې په راتلونکو کلونو کې به په افغانستان کې د رسنیو فعالیتونه تر ډېره معیاري شي.

له دې مخکې داسې اندیښنې وې چې د بهرنیانو ځواکونو په وتلو او د بهرنیو هېوادونو د مرستو په کمېدو سره به په افغانستان کې د رسنیو فعالیتونه هم کمرنګه شي او افغاني رسنۍ به د خپلو لګښتونو د پوره کولو توان ونه‎لري.

XS
SM
MD
LG