د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۱

راتلونکو انتخاباتو کې د ښځو او ځوانانو د ستونزو حل ته د فیفا طرحه


د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا وايي، په راتلونکو انتخاباتو کې د ښځو او ځوانانو ټاکلو کې د ستونزو حل په هدف‌یې حکومت ته یوه طرحه جوړه کړې.

دغه بنسټ وايي، یاده طرحه نن حکومت ته سپاري او له دولت څخه غواړي چې په دې اړه جدي اقدامات وکړي.

د فیفا بنسټ اجرائیوي مشر محمد یوسف رشید د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې دغه طرحه له ۲۳۳ مېرمنو سره د مرکو پر مهال د یوې سروې په بڼه چمتو شوې ده.

رشید وایي، اقتصادي ستونزې او نا امنۍ د ښځو او ځوانانو په وړاندې هغه خنډونه دي چې په راتلونکو انتخاباتو کې د دوی کاندیداتوري ګواښي.

د فیفا بنسټ اجرایوي مشر محمد یوسف رشید
د فیفا بنسټ اجرایوي مشر محمد یوسف رشید

هغه زیاته کړه:

"د ښځو پر ضد منفي تبلیغات، په ځینو ولایتونو کې د فعالو ښځو ګوښه کول، د ښځو پر وړاندې ناوړه دودونه، د لویانو له‌خوا د ځوانانو د روحې تضعیف، د رأیو تحمیل، په دواړو کټګوریو زور زیاتی، د ځوانانو او ښځو له بې‌سوادۍ څخه ناوړه استفاده، دا هغه موارد دي چې په راتلونکو انتخاباتو کې د ښځو او ځوانانو د پوستونو په برخه کې ستونزې جوړوي. موږ له افغان حکومت څخه غواړو چې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي."

ښاغلی رشید وایي چې له دې سروې وروسته ټولې ستونزې په یوې اعلامیه کې ځای پر ځای شوي او هرې یوې ستونزې ته یو مېکانیزم جوړ شوی چې د طرحې په شکل افغان حکومت ته سپارل کېږي.

په سروې کې راغلي چې د تصمیم نیونې په سطح کې د ښځو حضور کم‌رنګه دی او دغه‌راز د سیاسي پروسو څخه د ځوانانو بې‌خبري او د ځوانانو اوزګارتیا هغه موارد دي چې په راتلونکو انتخاباتو کې د ښځو او ځوانانو د کاندیداتورۍ په وړاندې ستونزې جوړوي.

نوموړي له افغان حکومت څخه وغوښتل چی دې مسئلې ته جدي پام وکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معینیت وایي چې دوی له نېږدې څخه له ښځو او ځوانانو سره کار کوي څو هغوی په سیاسي برخه کې ښه سیاستمداران وروزي.

کمال سادات
کمال سادات

​د ځوانانو چارو معین کمال سادات وویل:

"د ځوانانو چارو معینیت له ځوانانو او ښځو سره له نېږدې کار کوي تر څو ځوان او تکړه سیاستمداران وروزي هغوی ته ترېنېنګ ورکړو او ټولنې ته‌یې وړاندې کړو."

ښاغلی سادات وایي چې دوی له فیفا او نورو اړوندو ادارو سره په ګډه کار کوي څو مرکز او ولایتونو کې ځوانانو ته سیاست وښيي.

د افغانستان د ځوانانو روزنیز منتخب پارلمان څه موده وړاندې د ولسمشر له‌خوا پرانیستل شو او په خپل کار یې پیل وکړ، کمال سادات وایي چې په سیاسي برخه کې د ځوانانو د روزنې لپاره دا یو ښه او ګټور اقدام دی.

راپور: مرضیه احمدزۍ

XS
SM
MD
LG