د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۰

غني سره د پخوانیو وسله‌والو د کورنیو پر ستنېدو د کډوالو پلاوي خبرې


ټاکل شوې ده په پاکستان کې د افغان کډوالو استازي نن چهارشنبه ناوخته له ولسمشر اشرف غني سره په کابل کې وګوري.

په خیبر پښتونخواه ایالت کې د افغانستان جنرال قونسل وایي، له ولسمشر غني سره په لیدنه کې د کډوالو تر څنګ افغانستان ته د هغو وسله‌والو د کورنیو پر ستنېدو هم خبرې کېږي چې اوس‌یې له جګړو لاس اخیستی دی.

عبدالله وحید پویان د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دې اړه یو پلاوی کابل ته راغلی او نن ناوخته په ارګ کې له محمد اشرف غنی سره ګوري.

هغه زیاته کړه:

"جلاالتماب رئیس جمهور غواړي دوی وویني او دوی ته ښه راغلاست ووایي او د دوی هغه ستونزې حل کړي چې د بېرته راتګ او دلته د ځای پر ځای کېدو په اړه‌یې لري، په اجنډا کې دا هم شامله ده چې هغه کسان چې مخکې وسله‌وال مخالفین وو، خو اوس‌یې له جنګ څخه لاس اخیستی، په خپلو کړنو پښېمانه دي، د افغانستان اساسي قانون مني او د دې هېواد تر بیرغ لاندې سوله‌ییز ژوند کوي، پر هغوی هم بحث کېږي."

پویان: دا مهال هره ورځ نږدې زر کورنۍ له پاکستانه دې هېواد ته راځي.
پویان: دا مهال هره ورځ نږدې زر کورنۍ له پاکستانه دې هېواد ته راځي.

ښاغلی پویان وایي، دا مهال هره ورځ نېږدې زر کورنۍ له پاکستانه دې هېواد ته راځي او له لوی اختر نه وروسته به د ده په خبره هېواد ته د افغان کډوالو راستنېدل زیات او ډله‌ییز وي.

تر اوسه افغان چارواکو له پاکستان څخه د پخوانیو وسله‌والو مخالفانو د کورنیو ستنېدو په اړه څه نه‌دي ویلي، خو حکومت له مخکې نه هغو افغانانو ته د بخښنې اعلان کړی چې له جګړو لاس اخلي او د افغانستان اساسي قانون مني.

په پاکستان کې د افغان کډوالو په وړاندې په دې وروستیو کې چلند سخت او جدي شوی او په څو تېرو میاشتو کې زرګونه کورنۍ افغانستان ته راستنې شوي.

په خیبر پښتونخوا ایالت کې د افغانستان جنرال قونسل عبدالله وحید پویان زیاتوي چې نور افغانان په نوموړي هېواد کې د پښو ځای نه‌لري.

هغه زیاته کړه:

"د ځورولو لړۍ دې حد ته ورسېده چې نور موږ اړ شولو چې د کډوالو مشران ډلې ډلې له ټول پاکستان نه راوغواړو او دوی ته هغه کرښې معلومې کړو چې باید نور افغانستان ته ولاړ شي، خپل وطن ګل وطن په نوم یو پروګرام هم موږ لرو چې هره ورځ له اتو سوو نه تر زر کورنۍ پورې افغانستان ته روانې دي."

افغان چارواکو تل ټینګار کړی چی وسله‌والو مخالفانو ته پاکستان ځای ورکړی او له هغوی څخه د افغان حکومت پر ضد کار اخلي، خو پاکستان دا تورونه یو مخ رد کړي دي.

په عین حال کې ځینو رسنیو راپور ورکړی چې پاکستان سلګونه هغه افغان ځوانان هم نیولي چې د نوموړي هېواد په دیني مدرسو کې په سبق ویلو بوخت دي، خو افغان حکومت تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه‌ده کړې.

تر دې وړاندې له پاکستان څخه یو شمېر راستانه شويو افغانانو ویلي چې په نوموړي هېواد کې افغان کډوال له جدي حالت سره مخامخ دي او ټول په دې هڅه کې دي چې ژر خپل هېواد ته ستانه شي.

راپور: نسیم شفق

XS
SM
MD
LG