د لاسرسي لېنکونه

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، د هغې وېډيو د کره‌والي په اړه څېړنه کوي چې برمته شوي بهرنيان په‌کې ښکاري او افغان طالبانو خپره کړې ده.

په دې خپره شوې وېډيو کې چې اسوشېټېډ پرېس اژانس وايي، کره‌والی يې نه‎شي تصديقولاى کاناډايي سړى جوشوا بويل او امريکايي مېرمن‌يې کېتلان کولمن ښکاري چې دواړه په ٢٠١٢ میلادي کال په افغانستان کې اختطاف شوي وو.

دوى په وېډيو کې د کاناډا او امريکا له حکومتونو غواړي څو پر افغان حکومت فشار راولي چې د طالب بنديانو د اعدام په برخه کې پر خپله تګ‌لاره له سره غور وکړي.

مېرمن کېتلان کولمن په وېډيو کې خپلې کورنۍ ته وايي چې د برمتې په موده کې يې دوه ماشومان پيدا شوي دي.

د دې وېډيو د خپرېدو په تړاو د يوې پوښتنې په ځواب کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند جان کربي په واشنګټن کې يوه کنفرانس ته وويل:

"د دې وېډيو د کره‌والي په اړه څېړنه روانه ده. ښکاره خبره ده چې موږ د امريکايي مېرمنې کېتلان کولمن او د هغې د کورنۍ د سلامتۍ په اړه اندېښمن يو، موږ د بشر دوستۍله مخې ژر تر ژره د دوى د خوشې کېدو غوښتنه کوو."

کربي: د دې ويډيو د کره والي په اړه څېړنه روانه ده

کربي: د دې ويډيو د کره والي په اړه څېړنه روانه ده

ذبيح‌الله مجاهد چې ځان د وسله‎والو طالبانو وياند بولي اسوشېټېډ پرېس اژانس ته ويلي چې دا وېډيو نوې نه‌ده، بلکې تېر ميلادي کال ثبت شوې ده.

مجاهد ويلي بويل، کولمن او دواړه ماشومان‌يې لاهم د دوى په اسارت کې دي او روغتيا يې هم ښه ده.

اژانس ليکي چې د دې وېډيو د ثبت نېټه هم نه‌شي تصديقولاى، خو د اژانس په حواله که چېرې دا وېډيو رښتيا هم په ٢٠١٥م کال کې ثبت شوې وي، دا به له ٢٠١٣م کال راوروسته اول وار وي چې دغه برمته شوي بهرنيان په يوه وېډيو کې راڅرګندېږي.

مېرمن کولمن په يوه متن کې چې ورور ورو يې لولي وايي دوى به د غچ په توګه موږ ووژني.

هغې په دې وېډيو کې د خپلې کورنۍ د سلامتۍ لپاره د افغان حکومت له‌خوا د بنديانو د اعدام د بندولو غوښتنه کړې ده.

د مېرمن کېتلان کولمن په وينا افغان حکومت ځينې بنديان اعدام کړي او د دوى برمته نيوونکي بېړه لري، چې ښايي نور بنديان هم د افغان حکومت په امر اعدام شي.

په دې اړه د جرمني خبري اژانس ليکلي، افغان حکومت په مې مياشت کې شپږ طالب بنديان اعدام کړل او راپورونه وايي افغان محاکمو د دوشنبې په ورځ په طالبانو پورې د تړلې ډلې حقاني شبکې د يوه غړي، انس حقاني د مرګ د سزا حکم هم ورکړ.

دغه کاناډايي سړى او د هغه امريکايي مېرمنه د ٢٠١٢م کال په دوبي کې په سفر ووتل، چې له روسيې او د منځنۍ اسيا د هېوادونو قزاقستان، تاجکستان، قرغزستان نه وروسته افغانستان ته لاړل.

دوى په ٢٠١٣م کال کې هم په يوه وېډيو کې راڅرګند شوي وو او د امريکا له حکومت څخه‌يې غوښتنه کړې وه چې د طالبانو له اسارت نه‌يې خلاص کړي.

XS
SM
MD
LG