د لاسرسي لېنکونه

د سمنګان ولایت مسؤلین وايي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د دغه ولایت د سکرو د کان په عوایدو کې د تېرکال د لومړیو شپرو میاشتو په پرتله ۱۶۶ میلیونه افغانۍ ډېروالی راغلی.

د دغه ولایت د والۍ ویاند صدیق عزیزي ازادي راډیو ته وویل چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې دوی یو میلیارد او ۲۳۰ میلیونه افغانۍ له دغه کانه تر لاسه کړي دي.

د نوموړي په خبره دغه اندازه دا ښيي چې د تېر کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله عوايد په لوړه کچه ډېر شوي دي.

XS
SM
MD
LG