د ښځینه او نارینه ملي لوبډلو د جوړولو لپاره د پینګ پانګ سیالۍ نن پایته رسېږي.
د پینګ پانګ د فدراسیون مرستیال عبدالحامد رسولي ازادي راډیو ته وویل چې د نن ورځې په وروستیو کې به د نارینه لوبډلې غړي وټاکل شي.
نوموړي زیاته کړه چې په دغو سیالیو کې ۱۵۰ نارینه او ښځینه لوبغاړو چې لویان او ځوانان پهکې دي ګډون کړی چې له دې ډلې به ۶۰ د مختلفو عمرونو لروني لوبغاړي ترې ملي لوبډلو ته غوره شي.
د ښاغلي رسولي په خبره غوره شوي لوبغاړي به د بهرنیو سیالیو لپاره خپل چمتوالۍ پیل کړي.