د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۹

پکتيا امنيتي چارواکي: جاني‎خېلو کې ۱۷۰ وسله‎وال وژل شوي


د پکتیا په جاني‎خېلو ولسوالۍ کې لا هم عملیات روان دي.

د دې ولایت امنيتي چارواکو ازادي راډيو ته وويل چې د جاني‎خېلو ولسوالۍ په عملياتو کې يې له تېرو درېيو ورځو راهيسې د هوا او ځمکې له لارې ۱۷۰ وسله‎وال طالبان وژلي دي.

د پکتيا امنيت امر سمونوال محمد ايوب وردګ وايي، په دغو روانو عملياتو کې يې له تېرو درېيو ورځو راهيسې د وسله‎والو طالبانو د مهمو قومندانانو د وژلو تر څنګ نور ډېر وسله وال هم وژلي.

وردګ: له تېرو درېيو ورځو راهيسې د وسله‎والو طالبانو د مهمو قومندانانو د وژلو ترڅنګ نور هم ډېر وسله وال وژل شوي.
وردګ: له تېرو درېيو ورځو راهيسې د وسله‎والو طالبانو د مهمو قومندانانو د وژلو ترڅنګ نور هم ډېر وسله وال وژل شوي.

ښاغلي وردګ زیاته کړه:

"پروني او هغه وړمه ورځني معلومات موږ خپاره کړي دي چې د پرون ورځې د مازيګر راهيسې چې عملیاتو کې نوي کسان وژل شوي، تقريباً ۲۰ تنه نوي وژل شوي دي او هغه ټول چې سره يوځای کړو تقريباً ۱۷۰ تنه کېږي."

نوموړی دا هم وايي چې د دوی عمليات په سيمه کې لا هم دوام لري او ډېر شمېر هغه ماينونه‌يې شنډ کړي دي چې وسله‎والو طالبانو ولسوالۍ ته د لارې په اوږدو کې ځای پر ځای کړي وو.

محمد ايوب وردګ وايي:

"زموږ قطعات د رباط سيمې ته ننوتلي دي او همدغه مسير چې جاني‎خېلو ولسوالۍ ته ډېر نېږدې دی، په دغه ور روان يو، خو په لار کې وسله‎والو ماينونه ځای پر ځای کړي دي چې موږ دغه ماينونه خنثی کړي او وړاندې روان يو او فعلاً په ټولو هغو سيمو کې عمليات روان دي چې موږ پلان کړي د ولسوالۍ خواته نېږدې د راشپيلي کوتل او نورو لارو څخه نېږدې شوي يو او ډېر ژر به سيمه تصفيه کړو."

د ده په خبره په جاني‎خېلو ولسوالۍ کې يې عمليات د عامو خلکو د مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره بطي او تکتيکي کړي دي او وايي چې په ډېر نېږدې وخت کې به جاني‎خېل ولسوالۍ په بشپړ ډول له وسله‎والو څخه پاکه او ادارې په‎کې فعالې کړي.

جاني‎خېلو ولسوالۍ کې عمليات د عامو خلکو د مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره بطي او تاکتيکي شوي
جاني‎خېلو ولسوالۍ کې عمليات د عامو خلکو د مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره بطي او تاکتيکي شوي

د وسله‎والو طالبانو وياند ذبيح‌الله مجاهد بيا وايي چې ولسوالۍ د دوی په واک کې ده او افغان ځواکونو ته‌يې درنه مرګ ژوبله اړولې او د دوی د مشرانو طالبانو د وژل کېدو خبرې يې ناسمې ګڼلې دي.

شپږ ورځې وړاندې د پکتيا جاني‎خېل ولسوالۍ د وسله‎والو طالبانو له لوري سقوط شوه چې د ځينو امنيتي سرچينو په حواله په دغې ولسوالۍ تر ۱۲۰۰ څخه زياتو وسله‎والو طالبانو ډله‌یيز بريد کړی وو چې په پايله کې د افغان ځواکونو شل سرتېري وژل شوي او په ورپسې عملياتو کې يې وسله‎والو ته هم د درنې مرګ ژوبلې خبرونه خپاره شوي.

XS
SM
MD
LG