د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۲

خټک: پوليس دې غیر راجسټر افغان کډوال نه‌ځوروي


د خيبر پښتونخوا صوبې وزير اعلى پرويز خټک په دې صوبه کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو هواري لپاره د يوې کمېټې د جوړولو اعلان کړى او وايي چې د نومبر تر ١۵مې نېټې پورې به په خيبر پښتونخوا کې د مېشتو ناراجسټر شويو افغان کډوالو پر ضد هېڅ ډول قانوني کارروايي نه‌کېږي.

ښاغلي خټک د افغان کډوالو د ستونزو هواري لپاره د کمېټې د جوړولو اعلان په داسې وخت کې کړى چې په دې وروستيو کې په خيبر پښتونخوا کې مېشت افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي چې عمده هغه‌يې د پوليسو ځورول او تنګول دي چې له امله‌يې کډوال هېواد ته ستنېږي.

د سې شنبې په ورځ په پېښور کې د خيبر پښتونخوا وزير اعلى پرويز خټک په مشرۍ د افغان کډوالو د ستونزو د څېړلو او د هغوى د بېرته ستنېدا په لړ کې يوه غونډه وشوه چې د صوبې د پارلماني ګوندونو پر مشرانو سربېره په‌کې د پوليسو جګپوړو چارواکو هم کډون کړى و.

ښاغلي خټک تر دغې غونډې وروسته خبريالانو ته وويل، پوليسو ته‌يې هدايات ورکړي چې د روان کال د نومبر تر ۱۵مې نېټې پورې دې ناراجسټره افغان کډوال نه‌ځوروي او په خبره‌يې چې د دغو کډوالو د سرنوشت په اړه به د مرکزي حکومت پرېکړه عملي کړي.

پرویز خټک
پرویز خټک

ښاغلی خټک وايي:

"تر ۱۵م نومبر پورې به د نارجسټره افغان کډوالو پر ضد ايف، آی، آر نه درج کېږي او نه به‌يې هم له پولې پورې اړوي، پوليس به ورته اخطار ورکوي چې تر ۱۵ نومبر پورې يا افغانستان ته ولاړ شي او يا دې هم قانوني کاغذونه برابر کړي، د نومبر ۱۵م په وروستیو کې وفاقي حکومت افغان کډوال راجسټر کوي او يا يې په اړ څه بله فيصله کوي نو موږ به پرې عمل کوو."

په خيبر پښتونخوا صوبې کې له افغان کډوالو سره د پوليسو د ناوړه چلند او په زوره ستنولو وروسته د کډوالو ځينو استازو موده مخکې د يادې صوبې د واکمن تحريک انصاف ګوند له مشر عمران خان سره وليدل او له هغه‌يې وغوښتل چې په دې لړ کې دې جدي ګامونه پورته کړي.

ښاغلي مومند چې په پېښور کې يې په دغې غونډه کې ګډون کړى و، رسنيو ته وويل، چې صوبايي او مرکزي حکومتونه بايد د افغان کډوالو په اړه خپله پالېسي په ډاګه کړي.

مومند زياته کړه:

"د پاکستان د ادارو له وجې ځيني کډوال راجسټر شوي نه‌دي، د پاکستان ادارې دغې کډوالو ته رسېدلي نه‌دي، نو د دې سزا کډوالو ته ورکول نه‌دي پکار، زما په فکر يو کډوال هم غير قانونه نه‌دی، دا خبره غلطه ده چې کارټ والا قانوني دي او بغير کارټ والا غير قانوني."

له بلې‌خوا بيا د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند غړى او د خيبر پښتونخوا صوبايي وزير عنايت‌الله خان وايي، افغان کډوالو د پاکستان لپاره قربانۍ ورکړي، له هغوى سره بايد ناوړه چلند ونه‌شي.

ښاغلی عنایت‌الله خان وايي:

"ما د پارټۍ د طرف نه دا موقف پېش کړو چې زموږ ژبه يوه ده، زموږ بارډر يو دى، زموږ نسل او مذهب يو دی، افغانانو قرباني ورکړې ده، د روس نه‌يې پاکستان خوندي کړی دی."

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې «UNHCR» د چارواکو د وينا له مخې، دا مهال په پاکستان کې ١۵ لکه راجستر شوي افغان کډوال مېشت دي، خو پاکستاني چارواکي بيا وايي چې په دې هېواد کې همدومره شمېر غیر راجسټر شوي کډوال هم دېره دي.

که څه هم د پاکستان مرکزي حکومت په دې هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د اوسېدو نېټه د روان کال تر پايه پورې غځولې، خو په دې وروستيو کې له پاکستانه خپل هېواد ته د افغان کډوالو د بېرته ستنېدا بهير د پخوا په پرتله ډېر تېز شوى.

د «يو، ان، اېچ، سي، آر» د چارواکو د وينا له مخې، يوازې په اګست مياشت کې شاوخوا ۵٠ زره افغان کډوال په خپله خوښه هېواد ته ستانه شوي او دا لړۍ لا روانه ده.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG