د لاسرسي لېنکونه

logo-print

د اسلامي دولت ډلې جګ پوړی قوماندان او ویاند ابو محمد العدناني د سوریې په شمال کې ووژل شو.

په دغې ډلې پورې تړلي اژانس د یوې پوځي سرچینې له قوله پرون رپوټ ورکړ چې عدناني د داعش ډلې عملیاتو د شاتګ په خاطر د هغوی د څېړنې په وخت په حلب کې وژل شوی دی.

عدناني په سوریه کې زېږېدلی وو.

د رپوټونو له مخې، دی د اسلامي دولت ډلې تر ټولو پخوانی او جګ پوړی چارواکی ګڼل کېده.

امریکایي چارواکو ویلي دي، عدناني یو له هغو لومړنیو بهرنیو جنګیلیو څخه وو چې په ۲۰۰۳ کال کې په عراق باندې د امریکا له برید وروسته، په عراق کې د امریکايي ځواکونو له شتون سره‌یې مخالفت کړی وو.

د امریکا متحدو ایالتونو د ده پر سر پنځه میلیونه ډالره جایزه ایښې وه.

XS
SM
MD
LG