د لاسرسي لېنکونه

یو امریکایي جنرال وایي چې عراقي ځواکونه کولای شي د سږ کال تر پایه پورې موصل مهم ښار د اسلامي دولت ډلې څخه ونیسي.

په منځني ختيځ کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جو ووتل، پرون وویل، د عراق د صدراعظم موخه دا ده چې دا کار د روان کال تر پایه اجرا شي.

ده دغه‌راز زیاته کړه چې د عراق دوهم ستر ښار موصل د نیولو لپاره جګړه به سخته وي.

دغه امریکايي چارواکي په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت ډلې په ماتې ټینګار وکړ او زیاته‌یې کړه:

"موږ موصل ته د ننوتو په لور روان یو، موږ ډېر ژر د رقې خوا ته ځو، دا ښارونه موږ ته فوق‌العاده مهم دي."

ده وویل چې په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت ډلې ته ماتې ورکول ضروري دي.

عراقي ځواکونو تېره اوونۍ د موصل د قیاره له ښارګوټي نه د اسلامي دولت ډلې جنګیالي ایستلي وو.

XS
SM
MD
LG