د لاسرسي لېنکونه

د کاسوو پوليسو شپږ کسان د پارلمان پر ودانۍ د راکټ ويشتلو په تور ونيول.

يوې سخت دريځې ملتپالې ډلې د اګست مياشتې په لومړيو کې د هغې حملې مسووليت منلى و.

دوو موټرسايکل سپرو کسانو د اګست پر څلورمه د پارلمان پر ودانۍ حمله کړې وه. مشکوک کسان د اپوزيسيون ګوند ويتر ويندوسي غړي دي.

د دغه ګوند وکيلانو تېر کال چې کله يې ملاتړو له ودانۍ بهر له پوليسو سره شخړه وکړه، څو څو وارې په پارلمان کې اوښکي بهوونکي ګاز وپاشل.

افراطي سياستوال له مونتينيګرو سره د يوې موافقې او د اروپايي ټولنې په منځګړيتوب له سربيا سره د شوي سرحدي تړون مخالف دي.

دوى وايي دا تړون په کاسوو کې د سربيا تر ولکې سيمو ته زيات اختيارات ورکوي.

خو دغه تړونونه د کاسوو لپاره مهم ګڼل کېږي چې کولاى شي په مرسته يې له اروپايي ټولنې سره نژدې اړيکې جوړې کړي.

XS
SM
MD
LG