د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

خوست کې د ملي پارک پروژه له بشپړېدو وروسته پرانیستل شوه


د سې شنبې په ورځ په خوست ښار کې د ملي پارک پروژه چې په پنځوس جریبه ځمکه کې اباده شوې، له بشپړیدو وروسته ګټه اخیستنې ته وسپارل شوه.

د خوست ښار د ازادۍ مېنې په سیمه کې د ملي پارک پروژه چې خواوشا دوه کاله وړاندې يې ودانیزې چارې پیل شوې وې، له بشپړیدو وروسته د خلکو پر مخ پرانیستل شوه.

د خوست ملي پارک د افغانستان د سویل ختیځ زون په ولایتونو کې تر ټولو لوی او معیاري پارک دی چې د مخدره توکو پر ضد وزارت له بودجې څخه د خواوشا یو میلیون امریکايي ډالرو په لګښت جوړ شو.

د خوست ملي پارک
د خوست ملي پارک

د یاد پارک د پرانیستې په مراسمو کې د خوست د ځايي چارواکو او اوسیدونکو سربېره د نشه يي توکو پر ضد وزارت وزیرې سلامت عظیمي، د یاد وزارت مرستیال، د ځوانانو په چارو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین کمال سادات او نورو چارواکو هم برخه درلوده.

د ملي پارک د پرانیستې په ځای کې د خوست والي حکم خان حبیبي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې خوستوال نشه يي توکو کر کیله نه کوي، نو مرکزي حکومت باید د ورته پروژو د پلې کېدو له لارې خوستوال د نشه يي توکو سره لا ډېرې مبارزې ته وهڅوي.

د خوست والي حکم خان حبیبي
د خوست والي حکم خان حبیبي

خوست والي زیاتوي:

"په خوست کې یو لوی تفریحي پارک چې د نشه يي توکو پر ضد مبارزې وزارت د چي-پي-ای ادرې لخوا د ۶۱ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی او ودانیزې چارې يې په اتلسو میاشتو کې بشپړې شوې دي عملاً ګټه اخیستنې ته وسپارل شو، ولې خوست یو کرنیز ولایت دی او په دې برخه کې لا زیاتو پروژو ته اړتیا ده، موږ شخصاً وزیرې صیب ته ډاډ ورکوو چې د خوست ولسونه د نشو د مهلک مرض پر وړاندې مبارزې ته ژمن دي."

د نشه يي توکو پر ضد مبارزې وزیرې سلامت عظیمي د نشه يي توکو د نه کرلو په برخه کې د خوست له خلکو مننه وکړه او دوی سره يې ژمنه وکړه چې خوست ته به دا ډول نورې پروژې هم ورکړي.

سلامت عظیمي
سلامت عظیمي

سلامت عظیمي وړاندې وویل:

"زه مننه کوم د خوست د باشهامته خلکو څخه چې په ډېرو هڅو او کوښښونو نن وتوانېدل چې نشه يي توکي کم کړی او د کر کچه يې صفر ته راښکته کړي، موږ دې پاملرنه لرو او هڅه کوو چې تل دې ولایت سره مرسته وکړو او دې ولایت ته ښې پروژې چې په خپله د ځايي ادارې په خوښه او غوښتنه وي ورسره مرسته وکړو او دا ډول نورې پروژې هم پلي کړو."

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین کمال سادات له ځوانانو وغوښتل چې د نشه يي توکو پر ضد مبارزه کې فعاله برخه واخلي، تر څو د نشه يي توکو کر او استعمال ختم شي.

ډاکټر کمال سادات زیاته کړه:

"زه د ځوانانو د چارو د معین په صفت له ټولو ځوانانو غوښتنه کوم چې مخدره موادو ته نه ووايي، هغه نور کارونه چې قانون کې جواز ولري او ټولنه کې سړی ښه پرې ښکاري هغې ته ادامه ورکړي، زموږ د حکومت او ټولنې سره یو ځای د مخدره موادو پر ضد په دې مبارزه کې راسره ودریږي، تر څو نشه يي مواد له افغانستان او خوست شریف نه ورک کړو."

د ځوانانو په چارو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال کمال سادات دا هم وویل چې د خوست د تڼیو ولسوالۍ د ادممد د سیمې په ګډون د یو شمېر نورو تفریحي ځایونو د جوړلو لپاره هم پلان لري او غواړي چې په اساسي توګه د یادو سیمو د جوړولو له لارې د خوستوالو په ځانګړي ډول ځوانانو لپاره د تفریح او سیاحت ښه چاپیریال برابر کړي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG