د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۶

حیدري: د هلمند جګړو کې بندو کورنیو ته مرستې نه دې رسېدلي


د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره وایي، هغه کورنۍ چې د هلمند په جګړو کې بندې پاتې دي، له بشري مرستو څخه نه دي برخمني شوي.

دغه اداره وایي، یادې کورنۍ د جګړو زیاتېدو سره خپلو سیمو کې بندې پاتې شوي چې دا مهال لومړنیو مرستو ته عاجله اړتیا لري.

د دغې ادارې مرستیال عبدالرحیم حیدري د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، چې دوی چمتوالی لري خو تر اوسه د ځينو ستونزو له امله نه دي توانېدلي چې دغو کورنیو ته مرستې و رسوي.

هغه زیاته کړه:

"ځينې ستونزې شته، یو شمېر کورنۍ تر جګړې مخکې ځای پرېږدي چې له هغوی سره ډېره ښه مرسته کېږي، خو ځينې کورنۍ بیا د جبهې شاته پاتې دي چې له هغو سره تر اوسه کومه مرسته نه ده شوې."

د نوموړي په خبره، د هلمند په ځينو برخو کې د مواصلاتي لارو د تړل کېدل او په دغه ولایت کې د هوایې ترانسپورټ او خوراکي توکو د مناسبو مارکیټونو نه شتون، هغه ستونزي دي چې په دغه ولایت کې د بېړنیو حالاتو کمېټه ورسره مخ ده.

له دې وړاندې په هلمند کې یو شمېر کورنیو هم ویلي و چې د خوراکي او غیر خوراکي توکو له کموالي سره مخامخ دي.

​د هلمند اوسیدونکي وایي، په ښار کې د خوراکي موادو بیې دوه برابره زیاتي شوي او دوی یې د رانیولو توان نه لري.

دا په داسي حال کې ده چې د مرکز لښکرګاه شاوخوا ولسوالیو کې د جګړو دوام د بې ځایه شویو کورنیو شمېر ورځ تر بلې زیات کړی او د دوی وضعیت ډېر ناوړه دی.

اخوا د هلمند سیمه ییز چارواکي وایي، په هغو سیمو کې چې سروې شوې ده، هلته یې مرستي رسولي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک زیاتوي:

ځواک: د هغو کډوالو لپاره چې نوي را کډوال کېږي، د هغو د سروې لپاره ټیم ټاکل شوی.
ځواک: د هغو کډوالو لپاره چې نوي را کډوال کېږي، د هغو د سروې لپاره ټیم ټاکل شوی.

"فعلاً د هغو کډوالو لپاره چې نوي را کډوال کېږي، د هغو د سروې لپاره ټیم ټاکل شوی دی، هغه مرستې چې د مرکزي حکومت او مرستندویه سازمانونو له خوا شوي، هغه هم د را رسېدو په حال کې دي."

د هلمند د سیمه ییزو چارواکو له خوا وړاندې شوې شمېرې ښیې چې تر اوسه په درېیو ولسوالیو کې د جګړو له امله ۵ زره کسان بې ځایه شوي چې لښکر ګاه او نورو خوندي سیمو ته یې پناه وړې ده.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG