د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د مالیې وزارت وایي، د دولتي تصدیو د وضعیت ښه والي لپاره په یوې نوي پالېسۍ کار کوي.

د دغه وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیم زي نن ازادي راډيوته وویل چې د دغې پالېسۍ د جوړېدو هدف دا دی څو په هېواد کې د تصدیو فعالیتونه زیات شي او هره تصدۍ په خپلو بخښو ودریږي.

نوموړي همدارنګه وویل چې د تېرو کلونو په پرتله د دولتي تصدیو عواید ښه شوي او د دوی هڅه دا ده څو د دولتي تصدیو عواید زیات شي.

دا مهال په افغانستان کې په یو شمېر تصدۍ په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي او تل یو شمېرو ستونزو ته اشاره شوې.

خو د افغانستان د مالیې وزارت وایي، افغان حکومت د تصدیو فعالیت ښه ژمن دی.

XS
SM
MD
LG