د لاسرسي لېنکونه

د سرپل سیمه ییز چارواکي وايي، دوه پوځي او امنیتي لوړ پوړي قومندانان یې له دندو لرې او پوځي څارنوالۍ ته یې معرفي کړي دي.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه قومندانان د سرپل والي ظاهر وحدت د ولسمشر د مخکني هدایت په اساس له دندو لري کړي دي.

ښاغلي اماني زیاته کړه، یادو کسانو د سنچارک د ولسوالۍ په جګړه کې چې نهه ورځې یې دوام وکړ وظیفوي غفلت کړی و.

هغه وايي، ولسمشرله دې وړاندې والي ته سپارښتنه کړې وه هغه کسان چې په وظیفه کې غفلت کوي له دندې لرې او څارنوالۍ ته دې معرفي شي.

XS
SM
MD
LG