د لاسرسي لېنکونه

یو شمېر افغانان وايي، د هېواد په بازارونو کې داسې کتابونه خرڅېږي چې د ملي ګټو خلاف او عامه ذهنیتونه خرابوي.

دوی وايي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او نور اړوند ارګانونه دې د دې ډول کتابونو د خپرېدو مخه تر چاپ مخکې ونیسي.

یاد خلک وايي، د یادو کتابونو یو شمېر ان د هېواد د ملي ګټو پر خلاف لیکل شوي دي.

دا هغه اندېښنې دي چې په دې وروستیو کې له یو شمېر خلکو سره پیدا شوې دي.

د کابل ښار دوو تنو اوسېدونکو حمیدالله او محمد هارون خراساني په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"داسې کتابونه شته چې په لوستلو سره‌یې د دې پر ځای چې د یو ځوان مفکوره لاپسې پیاوړې کړي، په هغې باندې منفي اثر لري، دا د اړوندو مسؤلینو مسؤلیت دی تر څو پرې نه‌ږدي چې دا ډول کتابونه بازار ته راووځي."

"افراطي کتابونه شته، څه له مذهبي اړخه او څه هم غیر مذهبي، د کابل په بازارونو کې په ازادنه ډول خرڅېږي."

خلک: دا ډول کتابونه د یو ځوان پر مفکورې منفي اثر کوي.

خلک: دا ډول کتابونه د یو ځوان پر مفکورې منفي اثر کوي.

دا شمېر خلک په دې نظر دي چې اړوند ارګانونه په ځانګړي ډول د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت باید تر چاپ دمخه کتابونه وارزوي او بیا د چاپ اجازه ورکړي.

خو د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د کتابونو تر چاپ دمخه د هغې کتل د رسنیو قانون او د بیان ازادۍ د اصولو خلاف کار دی او نوموړی وزارت په دې برخه کې څه مسؤلیت نه‌لري.

د یاد وزارت ویاند هارون حکیمي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو سره به خبرو کې وویل، که چېرې د کتاب تر چاپ وروسته‌یې د منځ‌پانګې په اړه دوی ته کوم شکایت وشي تر څېړنو وروسته به یاد چاپي اثر له بازاره راټول او لیکونکي به‌یې عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژني.

هارون حکیمي

هارون حکیمي

هغه زیاته کړه:

"که چېرې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته کوم شکایت رارسېږي، د هغه شکایت د منځ‌پانګې په پام کې نیولو سره یا د کتابونو د څار کمېسیون ته استول کېږي او یا د رسنیزو سرغړونو کمېسیون د هغه څېړنه کوي او وروسته له اصولو سره سم اجرأت کوي."

ښاغلي حکیمي وویل چې په ځانګړي ډول په دې برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په چوکاټ کې د کتابونو د کتنې او څار په نوم یو کمېسیون هم موجود او فعالیت لري.

په افغانستان کې یو شمېر کتابونه په هېواد کې دننه چاپېږي او یو شمېر نور بیا له ایران او پاکستان راوړل کېږي چې په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول دیني او سیاسي برخه کې ډېر لوستونکي لري.

په ورته وخت کې لیکوال او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پخوانی سلاکار نجیب منلی هم دغې خبرې ته په اشارې سره وايي چې د رسنیو قانون په افغانستان کې سانسور منع کړی او مخکې له چاپه سانسور په افغانستان کې نه‌شته.

منلی: د رسنیو قانون په افغانستان کې سانسور منع کړی.

منلی: د رسنیو قانون په افغانستان کې سانسور منع کړی.

ښاغلی منلی وايي:

"تر چاپ وروسته چې کتاب بازار ته راووت، که څه خبره په‌کې وي چې د ملي امنیت سره په تضاد کې وي یا له ملي شخص سره په تضاد کې وي، نو بیا هلته هغه اړوند ارګانونه چې ملي امنیت دی، څارنوالي ده یا هغه شخص دی چې متضرر شوی هغه محکمې ته حاضرېږي او له محکمې نه د کتاب د بندېدلو حکم اخلي."

په ورته وخت کې یو شمېر کتاب پلورونکو د یادو اندېښنو په اړه ازادي راډیو ته وویل چې دا شان کتابونه په بازارونو کې کم پیدا کېږي چې د هېواد ملي ګټي متضررې او عامه ذهنیتونه خراب کړي.

دوی وايي، که داسې کتابونه موجود هم وي ټولنه‌یې د سم او ناسم په اړه ښه قضاوت کولای شي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG