د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۷

ترکمنستان له زندانیانو نه د بهرنیو ډیپلوماټانو پر لیدنې غور کوي


ترکمنستان په دې غور کوي چې بهرنیو ډیپلوماټانو ته د خپلو زندانونو د لیدنې اجازه ورکړي.

د بشري حقونو پلوي سازمانونه وايي، د ترکمنستان استبدادي حکومت لسګونه مخالفین په خپلو زندانونو کې ساتلي او نړۍ سره‌يې د دوی تماس قطع کړی دی.

د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل پرون په برلین کې د ترکمنستان جمهور رئیس سره له غونډې وروسته وویل چې ډیپلوماټان غواړي د ترکمنستان زندانونه وګوري.

هغې وویل چې جمهور رئیس قربان ګلي بېردي محمدوف سره په دې سلا شوې چې د بهرنیو چارو وزیران دا موضوع سره وڅېړي.

د جرمني صدراعظمې انګیلا مېرکل
د جرمني صدراعظمې انګیلا مېرکل

اغلې مېرکل وویل:

"موږ د دغه واقعیت په هکله خبرې وکړې چې دا به ډېره ښه خبره وي چې ډيپلوماټان د ترکمنستان محبسونو ته لاسرسی ولري. د ترکمنستان ولسمشر ژمنه وکړه چې د دواړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیران به اوس په دې هکله سره خبرې وکړي او بیا به نړیوال ډیپلوماټان هم وکولای شي چې د دغو محبسونو لیدنه وکړي او وضعیت‌یې وارزوي."

د ترکمنستان جمهور رئیس وویل چې دغه هېواد د خپل قانون، پولیسو او قضايي نظام په اصلاحاتو کار کوي څو د ده په وینا "د هر فرد عزت او کرامت وساتل شي."

قربان ګلي بېردي محمدوف وویل چې ترکمنستان د پرانیستو دروازو د پالېسي په لار روان دی.

د جرمني صدراعظمې وویل چې ترکمنستان د خپل ګاونډي هېواد افغانستان سره همکاري لري.

انګیلا مېرکل وویل،ترکمنستان د خپل ګاونډي هېواد افغانستان سره همکاري لري.
انګیلا مېرکل وویل،ترکمنستان د خپل ګاونډي هېواد افغانستان سره همکاري لري.

مېرکل زیاته کړه:

"د افغانستان ګاونډی هېواد ترکمنستان، افغانستان سره ډېره فعاله همکاري لري. موږ له خپلو بهرنیو چارو او د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارتونو څخه غواړو چې د افغانستان په شمال کې د جرمني او ترکمنستان له‎خوا د ګډو پروژو د امکان په هکله غور وکړي. موږ د افغانستان په شمال کې فعالیت لرو او ترکمنستان د افغانستان شمال سره پوله لري. نو کېدای شي یوه درې اړخیزه ښه همکاري رامنځته شي."

د ترکمنستان ولسمشر د جرمني صدراعظمې سره تر خبرو وروسته په ګډې خبري غونډه کې دا هم وویل چې عشق‌اباد د اروپايي اتحادیې هېوادونو ته د خپلو ګازو د صادراتو په زیاتولو غور کوي.

ترکمنستان د نړۍ د هغو هېوادونو څخه یو دی چې د ګازو پراخې زېرمې لري.

د اروپايي اتحادیې هېوادونو ته د ترکمنستان د ګازو صادرات به د کسپین سمندرګي له لارې وي چې د روسیې او ترکیې موافقې ته په کې اړتیا ده.

XS
SM
MD
LG