د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۷

فوټبال غوره لیګ کې میوند‌ اتلان او اباسین‌ څپې سره لوبېږي


د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالیو په دوام به سبا د میوند اتلان او اباسین څپې لوبډلې میدان ته ووځي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون مطبوعاتي مسؤل سید علي کاظمي ازادي راډيو ته وویل چې دغه سیالۍ به د چهارشنبې په ورځ د مازیګر په پنځو بجو پيل شي.

د ښاغلي کاظمي په خبره د دغو سیالیو په وروستۍ لوبه کې د موج‌های امو لوبډلې د هندوکش عقابانو لوبډلې ته یو د صفر په وړاندې ماتې ورکړه.

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالۍ هر کال د اتو زونونو تر منځ چې د ۳۴ ولایتونو لوبغاړي په‌کې ګډون لري جوړېږي.

XS
SM
MD
LG