د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۵

د موی تای نړیوالو سیالیو وروستي پړاو ته د افغان لوبغاړو رسېدل


د موی تای په نړیوالو سیالیو کې دوه افغان لوبغاړو د دې سیالیو وروستي پړاو ته لار پیدا کړه.

د افغانستان د موی تای فدراسیون د رسنیو مسؤل علي ظفر عاطفي ازادي راډیو ته وویل چې د دې سیالیو په وروستي پړاو لوبو کې به علي سهراب احمدي د ۴۵ کېلو وزن او زهرا رضایي د ۴۸ کېلو وزن په درلودلو سره د خپلو ټایلنډي سیالانو سره میدان ته ووځي.

نوموړي زیاته کړه چې علي سهراب احمدي د خپل عراقي او بلجیمي او زهرا رضایي د خپلو اوکرایني او پیرو هېوادونو سیالانو ته د ماتې په ورکولو سره د دغو سیالیو وروستي پړاو ته ځان ورساوه.

د ښاغلي عاطفي په خبره چې په دغو سیالیو کې چې شپږو افغان لوبغاړو ګډون کړی د اګسټ په ۲۶مه پیل شوې وې او سبا پای ته رسېږي.


XS
SM
MD
LG