د لاسرسي لېنکونه

د قرغزستان چارواکي وايي يوه ځان وژونکي چې په موټر کې سپور و، په پلازمېنه بېشکيک کې د چين پر سفارت حمله وکړه.

په پېښه کې بريدکوونکى وژل شوى او د سفارت درې کارکوونکي ټپيان شوي دي.

د قرغزستان د صدراعظم مرستيال ژينيش رازکوف وويل، ځان وژونکي بريدکوونکي خپل موټر د سفارت انګړ ته دننه کړى او په موټر کې ځاى پر ځاى شوې منفجره وسيله‌يې هلته چوولې ده.

د قرغزستان روغتيا وزارت وايي، په پېښه کې درې واړه ټپي شوي کسان د قرغزستان وګړي دي.

په پيکنګ کې د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ دغه حمله وغندله او وايي:

"چين [د دې حملې له کبله] ټکان خوړلى او د تاوتريخوالي دغه شديد عمل په کلکه غندي. د چين د بهرنيو چارو وزارت سم د لاسه د چټک اقدام ميکانيزم فعال کړ او د قرغزستان له لوري يې غوښتنه کړې، چې په دغه هېواد کې د چينايي ادارو او وګړو د خونديتوب لپاره مناسب ګامونه پورته کړي."

په ځينو راپورونو کې ويل شوي چې په ټپيانو کې دوه تنه د سفارت ساتونکي دي.

د قرغزستان د امنيتي خدماتو اداره وايي، دا پېښه څېړي، خو په دې اړه‌يې نور جزئيات نه‌دي ورکړي.

XS
SM
MD
LG