د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۴

پاڅون کوونکي: وسله‌وال پاڅونونه د سولې په ولسي خوځښتونو بدلوو


په لوګر کې د وسله‌والو پاڅون کوونکو مشران وايي چې د یاد ولایت په ولسوالیو کې يې د خپلو ملګرو سره مشورې کړي، تر څو خپل مخکني وسله‎وال پاڅونونه د سولې پر ولسي خوځښتونو بدل کړي.

دوی زیاتوي، د افغانستان روان حالات څرګندوي چې په‎ دې هېواد کې روانې جګړې یوازې سوله‌ییز هواری لري او د جګړو د دوام له لارې روانې ستونزې نه‌ختمېږي.

د لوګر د پاڅون مشر سید فرهاد اکبري ازادي راډیو ته وویل چې دوی به له‎ دې وروسته مخالفو کسانو ته په یو لاس کې قران او بل لاس کې تورې ولري.

ده زیاته کړه، سوله د خدای امر دی او که څوک‌يې نه‌مني نو دوی به‌يې پر وړاندې وسله‎وال غبرګون روان وساتي.

د لوګر د پاڅون مشر سید فرهاد اکبري ازادي راډیو ته وویل چې دوی به له‎دې وروسته مخالفو کسانو ته په یو لاس کې قران او بل لاس کې تورې ولري.
د لوګر د پاڅون مشر سید فرهاد اکبري ازادي راډیو ته وویل چې دوی به له‎دې وروسته مخالفو کسانو ته په یو لاس کې قران او بل لاس کې تورې ولري.

سید فرهاد اکبري زیاتوي:

"سوله په دوو لحاظو په ټوپک باندې کېږي چې هم توره وي او هم قران ورسره وي، که څوک قران مني او مسلمان وي، نو په قران دې عمل وکړي، څوک چې د قران نه ګرځي، باید د هغه سر ووهل شي، موږ د دې لپاره د خپل وسله‎وال قیام نوم، د سولې د پاڅون په نوم ونوماوه."

په برکي برک ولسوالۍ کې د وسله‎والو پاڅون کوونکو مشر عبدالجمیل وايي چې دوی سره دا پروګرام د ده دوه زره ملګرو تائید کړی او دوی ټول به په یوه غږ دا ځل خلکو ته د سولې او خبرو اترو بلنه ورکوي.

عبدالجمیل وړاندې وايي:

"خلک دې ته اماده دي چې موږ سوله کوو او جنګ نور نه‌غواړو، موږ چې د خپل برکي برک ولسوالۍ د خلکو سره غږېدلي یو، تقریباً تر دوه زرو پورې خلک راسره دي، ټول دې ته تیار دي چې دا د جنګ خبره ختمه شي او ځانونه سولې ته اماده کړي."

د لوګر ولایتي شورا مشر سید قریب‌الله سادات د وسله‎والو پاڅون کوونکو دا اقدام ستايي او زیاتوي چې سوله جګړه نه‎ده چې وسایطو، امکاناتو او وسلو ته اړتیا ولري.

د سولې پیغام ډېر ساده او د ولس د تائید وړ دی، له جګړې لاس اخیستل، د قانون منل او په خپل کور کلي کې د سوله‌ییز ژوند پیلول دي.

ښاغلی سادات زیاتوي:

"که‎ چېرې دا ولس وغواړي او خپل اولادونه جنګ ته پرېنه‎ږدي، نو سوله ممکنه داسې نه‎ده چې سوله جنګ ده او د جنګ لپاره وسایلو، وسایطو، وسلو او امکاناتو ته ضرورت دی، اوس د سولې پیغام ډېر ساده دی چې له جنګ لاس واخلي د قانون نه ملاتړ وکړي."

یاده دې وي، په لوګر کې هم څلور کاله وړاندې د یو شمېر نورو ولایتونو په شان ځايي خلکو د خپلو سیمو او کلیو د امنیت د خوندي کولو لپاره وسله‌وال پاڅونونه پیل کړل چې وروسته افغان حکومت ورسره همکاري پیل کړه.

د لوګر د وسله‎والو پاڅون کوونکو ډېره برخه اوس‌مهال په سیمه‌ییزو پولیسو کې جذب شوې ده.

د سولې پاڅون کوونکي وايي چې په نېږدې راتلونکو وختونو کې به، دوی په لوګر کې د خپل فعالیتونو پیل اعلان کړي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG