د لاسرسي لېنکونه

د یمن په عدن ښار کې د تېرې ورځې ځان وژونکي برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵۴ تنو ته رسېدلی دی.

د چارواکو په وینا په دې پېښه کې تر۷۰ کسانو زیات نور ټپیان شوي دي.

راپورونه وايي، د یمن حکومت یو شمېر پلویانو سعودي عربستان ته د سفر او د یمن په شمالي پوله کې د جګړې لپاره چمتووالی نیوه چې ځان وژونکی برید پرې وشو.

دوه ښوونځي او یو جومات چې د یمن د جګړې لپاره د حکومتي ځواکونو د نوم لیکنې د مرکزونو په توګه کارېدل په دې برید کې ویجاړ شوي دي.

د اسلامي دولت وسله‎والې ډلې د یمن په عدن ښار کې د دې خونړي برید مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.

سعودي عربستان غواړي څو د دې هېواد په شمالي پولو کې پنځه زره یمني ځواکونو ته پوځي روزنه ورکړي.

XS
SM
MD
LG