د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر ایران ته د خپل سفر پر مهال ټینګار کړی چې د سیمې په سطحه د ترورېستي ډلو سره د مبارزې د بریالیتوب یوازینۍ لاره دا ده چې د سیمې هېوادونه په دې برخه کې پر یوې ګډې ستراتیژۍ سلا شي.

صلاح‌الدین رباني پرون د ایران بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره په لیدنه کې همدارنګه زیاته کړه، افغانستان د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د تهران د سیاسي او امنیتي همکارۍ پر اړتیا ټینګار کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم په دې لیدنه کې وویل، هېواد یې په افغانستان کې د امنیت او ثبات ملاتړ کوي او د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي، امنیتي او اقتصادي همکاریو په برخو کې د خبرو اترو د دوام غوښتونکي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې لیدنه کې پر تجارتي او ټرانزیټي مسئلو خبرې وشوې او همدارنګه په ایران کې د افغان مهاجرینو او محصلانو د ستونزو په اړه هم بحث وشو.

XS
SM
MD
LG