د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۵

پکتياوال: د ډاکټر نجيب قبر دې کابل ته په ښو مراسمو ولېږدول شي


د پکتيا اوسېدونکو، ولايتي شورا، علماوو او مشرانو په شريکه وويل چې د افغانستان پخوانی ولسمشر ډاکټر نجيب‌الله د ډېورنډ کرښې قرباني وو او د نوموړي د تدفين مراسم دې په کابل کې ونيول شي او د هغه قبر دې له پکتيا څخه په کابل کې يو غوره ځای ته انتقال شي.

د پکتيا ولايتي شورا، قومي مخورو، علماوو، مدني فعالانو، يو شمېر مېرمنو او ځوانانو د افغانستان د پخواني جمهور رئيس نجيب‌الله په اړه ياده غونډه کې له افغان ولسمشر او حکومت څخه وغوښتل چې د نوموړي د حق پر ځای کېدو او ارواح هوسا کېدو لپاره بايد د هغه د تدفين مراسم په ښه ډول مرکز کابل کې ترسره شي.

د پکتيا ولايتي شورا منشي محمدالرحمن قادري له مرکزي حکومته غوښتنه وکړه چې د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب‌الله د مزار جوړېدو په هدف دې کابل کې يو ځای غوره او له دې ځایه دې قبر انتقال او هلته دې د تدفين مراسم جوړ کړي.

د پکتيا ولايتي شورا منشي محمدالرحمن قادري
د پکتيا ولايتي شورا منشي محمدالرحمن قادري

ښاغلي قادري زیاته کړه:

"پکتیاوال او په ټوله کې لویه پکتيا دا غواړي چې په وطن مين شهيد ډاکټر نجيب‌الله مزار دې له پکتيا څخه انتقال شي او د راتلونکي نسل د تل پاتي ياد لپاره دې هلته خاورو ته وسپارل شي او د دغه تاريخي انسان نوم دې ژوندی وساتي."

د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب‌الله په دغه ياد غونډه کې د پکتيا علماوو هم برخه اخیستې وه او ويل‌يې چې دوی به د هغو ځوانانو ملاتړ وکړي چې د خپل تاريخ د نوم‎وتو څېرو درناوی کوي.

دوی وویل:

"نور تعصب، کرکه او دا له هېچا سره نه‌لرو، خو څوک مې چې له تاريخ سره جفا کوي او د تاريخ نوميالي مې وژني او د تاريخ له پاڼو يې باسي دا سپکه ده او د زغملو نه‌ده، که نور د غلو ملاتړ کوي او هره بله بلا کوي او دا وطن او د وطن ناموس په پرديو باندې خرڅوي، هېڅ باک نه‌شته، خو چې زه د ډاکټر نجيب نوم اخلم او يا يې په نوم غږ اوچت کړم، زه کمونېست شوم او له دينه وتلی يم، نه دين په خپل ځای هغه ته موږ درناوی لرو، هغه ته احترام لرو."

د پکتیا د ولسونو غونډه
د پکتیا د ولسونو غونډه

د دې غونډې په لړ کې د پکتيا ولايتي شورا پخواني رئيس او قومي مشر ښايسته جان احدي په پاکستان تور پورې کړ چې د تاريخ له پاڼو د نجيب د نوم ورکولو لپاره‌يې خپله ټوله هڅه کړې ده.

ښاغلي احدي زیاته کړه:

"موږ په هغه وخت کې پاکستان کې وو ماشوم وم، نورې سلسلې به نه‌وايو، خو د شهيد ډاکټر نجيب عکسونه به په بېلابېلو ډولونو خرڅېدل او موږ هم فکر کاوه چې رښتيا هم دغه داسې دی، خو چې اوس موږ لوی شوي يو او پوه شو، نو اوس که د انټرنېټ په سلسله کې د ډاکټر نجيب شهيد خبرې واورئ، نو تاسې به وپوهېږئ چې دی د دې وطن لپاره قرباني شوی دی، ده دې خاورې ته ژمنتيا ثابته کړې، نننۍ څه حالات په افغانستان روان دي د همدې لپاره‌يې قرباني ورکړې."

نوموړي پکتيا ولسونو او حکومت ته دوه وړانديزونه وکړل چې د ډاکټر نجيب په نوم يو داسې بنسټ ايجاد کړي چې د هغه افکار او وطن پرستي خلکو ته ور وښيي او بل‌يې له حکومته وغوښتل چې د نوموړي خاورې او هډوکي کابل ته انتقال او هلته پرې ښه مزار جوړ کړي.

په دغې غونډه کې د ولايتي شورا وکيلانو، علماوو او مدني فعالانو تر څنګ ښځو هم ونډه اخیستې وه.

د دې غونډې دوه تنه ګډونوالې وایي:

"په تأسف سره به ووايم، په هغو شرايطو کې چې شهيد ډاکټر نجيب‌الله په شهادت ورسېده موږ او تاسې ونه‎شول کولای چې د هغه د جنازې او فاتحې مراسم په ښه ډول سرته ورسوو، خو اوس موږ بايد وکولای شو چې د ډاکټر صاحب ارواح ته دعا وکړو او مزار په اړه‌يې تصميم ونيسو."

"ولې وطن فروش، خاين او قاتل غل په موږ د اتل په صفت منل کېږي، دا د منلو نه‌دي، ډاکټر نجيب يو ښه باتدبيره انسان او ولسمشر وو، موږ بايد په دې وتوانېږو چې د هغه خاطرات راژوندي کړو او په دغه ډول‌يې راتلونکي نسل ته وروپېژنو چې دا زموږ هغه اتل شهيد دی چې له خپل وطنه‌يې ځان قرباني کړی دی."

د غونډې ګډون‎والو په وروستيو کې پرېکړه وکړه چې که چېرته د دوی غوښتنې عملي نه‌شي په حکومت به له بېلابېلو لارو د فشارونو په واسطه دې ته اړ کړي چې د ډاکټر نجيب‌الله قبر او هډوکي مرکز کابل ته انتقال او هلته‌يې د تدفين مراسم ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG