د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۶

ورلډ پالیټیکس: افغان حکومت کې د واک د شراکت انډول پېچلی دی


ورلډ پالیټیکس ریفیو خپرونې د افغانستان په حکومت کې په وروستیو اختلافاتو لیکنه خپره کړې ده.

په دې لیکنه کې ویل شوي، په داسې حال کې چې راتلونکې میاشت د افغانستان د ملي یووالي د حکومت دوه کاله پوره کېږي، د ولسمشر او اجرائیه رئیس ترمنځ اختلاف روانه میاشت علني شو.

خپرونې هغو اختلافي مسئلو ته اشاره کړې چې اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله د روان اګسټ په نیمايي کې د ځوانانو یوې غونډې ته د وینا په مهال څرګندې کړې.

خپرونه د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله د دوهمې کتنې یادونه کوي او وايي، د حکومت په منځ کې د واک د شراکت انډول پېچلی دی او منتقدان یې وايي چې داسې لږ نښې ویني چې دواړه خواوې دې خپل اختلافات ژر حل کړای شي.

داسې ښکاري چې د ورلډ پالیټیکس ریفیو تبصره د ولسمشر او اجرائیه رئيس د دوشنبې په شپه تر درېیم ځلي کتنې مخکې لیکل شوې ده.

دوی په وروستۍ کتنه کې په څلورو اساسي مسئلو موافقه وکړه.

دا خپرونه د ولسمشر غني او عبدالله اختلاف د حکومت د سیاسي مخالفانو او وسله‎والو مخالفانو په ګټه بولي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې بیا د یوې برمته شوې اسټرالیايي ښځې د خلاصېدو خبر ورکړی دی.

ورځپاڼه وايي چې د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې جولي بیشوپ وویل چې په افغانستان کې اسټرالیايي مرستندویه کري جېن وېلسن له ۴ میاشتې برمته کېدو وروسته خوشې شوه.

۶۰ کلنې وېلسن چې په جلال‎اباد کې د دوو نامعلومو وسله‎والو له لوري وتښتول شوه، له افغان مېرمنو سره د زردوزي په برخه کې مرسته کوله.

د امریکا د متحده ایالاتو او اروپایي اتحادیې پوځي سلاکاران هڅه کوي چې د افغانانو سست جنګي تیاری پیاوړی کړي.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه تردې سرلیک لاندې په یوه مطلب کې لیکي:

لس ورځې مخکې جګړن کبیرحمیدزی په یوه هاموې کې چې د طالبانو ډزې وررسېدې ناست و او د پوځ د یوه قومندان او د سیمې د پاسه د یوې جنګي هليکوپټرې د پیلوټانو ترمنځ یې معلومات سره تبادله کول.

د افغان سرتېرو یو جزو تام د غونډۍ له یوه لوري او د ځانګړو عملیاتو یو بل جزوتام هم له بل لوري د وسله‎والو مخالفینو د سنګر پر لوري مخ ته تلل.

د حمیدزي دنده دا وه چې له دواړو لورو د هليکوپټر دواړو پیلوټانو ته لارښوونه وکړي چې ځواکونه خوندي کړي او پر وسله‎والو هم برید وکړي.

د واشنګټن پوسټ په وینا تېره اوونۍ د افغانستان د شمال ختیځ په دې اډه کې چې هغه ته د هوایي جنګي تیاریو په اړه روزنه ورکول کیږي، نوموړی په بغلان ولایت کې د ترسره شویو عملیاتو څخه راضي بریښیده او ویل یې چې دواړه جزوتامونه سره یوځای شول، پیلوټانو هم توغندي وویشتل چې په نتیجه کې یې د دښمن پنځوس وسله‎وال ووژل شول.

د واشنګټن پوسټ په لیکنه، دا په دغه جګړه کې چې په دوو جبهو او ځیني وختونه هم په دو لورو کې پرمخ وړل کیږي، یو کوچینی بریالیتوب و.

د ورځپاڼې په وینا یوه جبهه د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه ده چې ۱۵ کاله یې دوام وکړ بله جبهه هم د امریکا یي چارواکو او د ناټو د شریکانو پوځي هڅې دی چې غواړي یو په خپلو پښو دریدلی، مسلکي افغان دفاعي ځواک رامنځ‎ته کړي.

XS
SM
MD
LG