د لاسرسي لېنکونه

هندي چارواکو په کشمیر کې ګرځ بندیز چې له ۵۲ راهیسې نافذ وو، پرون لغوه کړ خو څو ساعته وروسته‌یې د سیمې د لوی ښار سرېنګر په ډېری سیمو کې د خلکو پر تګ راتګ بندیز ولګاوه.

دا پرېکړه وروسته له هغه اعلان شوه چې په سیمه کې د هند پر ضد اعتراضیه مظاهره او په څو سیمو کې نښتې وشوې.

اعتراض کوونکو هندي امنیتي ځواکونه په ډبرو وویشتل او شعارونه‌یې ورکړل چې ازادي غواړي.

د پولیسو افسرانو او عیني شاهدانو ویلي چې امنیتي سرتېرو د مظاهره‌چیانو د تیت و پرک کولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار واخیست.

په څو نورو سیمو کې د پاکستان پلوو مظاهره‌چیانو او پولیسو تر منځ د اخ و ډب راپور هم ورکړل شوی دی چې په ترڅ کې یې د راپورونو له مخې لږ تر لږه اته تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

په کشمیر کې د روان تشدد څپه وروسته له هغه پیل شوه چې د جولای په اتمه نېټه د حزب‌المجاهدین افراطي ډلې مشر برهان واني له هندي سرتېرو سره په نښته کې ووژل شو.

XS
SM
MD
LG