د لاسرسي لېنکونه

د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل د ترکمنستان له ولسمشر سره تر لیدنې وروسته ویلي، دواړه خواوې خپلو کې یو لړ هوکړو ته رسېدلي دي.

ښاغلي مېرکل خوښي څرګنده کړې چې ترکمنستان د بشري حقونو او سیاسي بندیانو د مسئلو په اړه له لوېدیځ سره خبرې اترې کوي.

په برلین کې د ترکمنستان له ولسمشر قربان قلي بیردي محمدوف سره تر لیدنې وروسته د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل په یوې خبري غونډه کې وویل، د ترکمنستان په زندانونو کې له بندیانو سره د یو شمېر ډیپلوماټانو د لیدنې په اړه به د دواړو خواوو تر منځ خبرې اترې دوام وکړي.

مېرکل زیاته کړه چې بیردي محمدوف سره‌یې توافق کړی څو پر دې مسئلې د جرمني او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیران خپلو کې خبرې اترې وکړي او وروسته به نړیوالو ډيپلوماټانو ته اجازه ورکړل شي څو زندانیانو سره وغږېږي.

د جرمني صدراعظمې همدارنګه په ترکمنستان کې د بشري حقونو په برخه کې پر ځینو پرمختګونو خوښي وښوده

د جرمني صدراعظمې همدارنګه په ترکمنستان کې د بشري حقونو په برخه کې پر ځینو پرمختګونو خوښي وښوده

د جرمني صدراعظمې همدارنګه په ترکمنستان کې د بشري حقونو په برخه کې پر ځینو پرمختګونو خوښي وښوده او زیاته‌یې کړه:

"موږ د ټولنیز وضعیت په اړه چې ځیني مثبت پرمختګونه په‎کې شوي خبرې وکړې. لکه د بشري حقونو په برخه کې د دې هېواد ملي پلان او د یو څارونکي د ټاکلو پر ارادې خبرې وشوې."

راپورونه وايي، د بشري حقونو نړیوالو مدافع ډلو له جرمني غوښتي چې د ترکمنستان پر ولسمشر دې په دې هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت له کبله فشار راوړي څو په زندانونو کې له سیاسي بندیانو سره د لیدنې زمینه برابره شي.

د بشري حقونو ډلې همدارنګه غواړي چې په ترکمنستان کې دې بندي خبریالان خوشې شي او بهرنیو هېوادونو ته دې د ترکمن اتباعو په سفر لګول شوي محدودیتونه لیرې شي.

د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بېردي محمدوف وايي، د دې هېواد په اساسي قانون کې یې یو شمېر اصلاحات په پام کې دي او ژر به د بشري حقونو د وضعیت څېړنه اعلان کړي.

د بیردي محمدوف په وینا، هېواد به‌یې چې په نړۍ کې د طبیعي ګازو ستر صادرونکی دی په نېږدې وخت کې اروپايي هېوادونو ته د ګازو د صادرولو او پلور په اړه خبرې اترې پیل کړي.

دا مهال اروپايي ټولنه د طبیعي ګازو په برخه کې تر ډېره پر روسیې تکیه ده.

د جرمني صدراعظمې د خپلو خبرو په یوه برخه کې له افغانستان سره د ترکمنستان د مرستو له کبله د دې هېواد مننه وکړه او زیاته‌یې کړه، هېواد به‌یې له ترکمن چارواکو سره له نېږدې کار وکړي څو په افغانستان د دواړو هېوادونو تر منځ د ګډو پروژو زمینه وڅېړل شي چې جرمني، ترکمنستان او افغانستان به له دې ګټه واخلي.

XS
SM
MD
LG