د لاسرسي لېنکونه

د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې په بغداد کې په يوه واده کې د چاودنې مسئوليت منلی دی.

په دې چاودنه کې چې نن وشوه، پنځلس کسان ووژل شول.

دا حمله د شيعه ګانو پر يوه واده له مقدس ښار کربلا سره نیږدې شوې ده چې په کې ګڼ شمېر کسان ټپيان شوي دي.

د عراق امنيتي چارواکو ويلي چې دا حمله پنځو سخت دريځو کړې ده خو یوه يې وکړای شو چاودېدونکي مواد وچاودي.

دوی وايي، څلور نور يې د امنيتي ځواکونو له خوا ووژل شول.

د داعش اړوندې اعماق خبري اژانس ويلي، د داعش څلور غړيو دا حمله کړې ده.

XS
SM
MD
LG